بهر مېشتي افغانان: د نجونو د زدهکړو په بیا پیلېدو هېواد ته ستنېږو
یو شمېر بهر مېشتي افغانان وايي، که په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.
یو شمېر بهر مېشتي افغانان وايي، که په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې او په پوهنتونونو کې د هغوی لوړې زدهکړې بېرته پیل شي، چمتو دي چې د کډوالۍ ژوند پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې وځنډول شوې. د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه بیا په پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زدهکړو هم بندیز ولګېد.
د طالبانو حکومت چارواکو تر دې وړاندې د نجونو د زدهکړو د بیا پیل لپاره پر یوې طرحې د کار کولو خبر ورکړی و، خو دغه محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

بهر مېشتي افغانان د نجونو د زدهکړو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي
مقدس، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، تر کډوالۍ مخکې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې زدهکړې کولې.
هغې د زدهکړو د دوام په هیله افغانستان پرېښود، خو په جرمني کې د ځینو ستونزو له امله ونه توانېده چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او اوس کار کوي.
مقدس وايي: «موږ افغان نجونې له شرعي حجاب سره ستونزه نه لرو، زموږ موخه زدهکړې دي؛ غواړو د نړۍ د نورو نجونو په څېر زدهکړې وکړو او پوهه ترلاسه کړو.»
رعنا ستانکزۍ، چې له خپلې کورنۍ سره د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې اوسېږي، وايي، د نوې ژبې زدهکړه، له بېل کلتور سره بلدتیا او له صفره د ژوند پیل ورته اسانه نه وو.
هغه زیاتوي، که په افغانستان کې نجونو ته د زدهکړو فرصتونه برابر شي، له خپلې کورنۍ سره به په خوښۍ هېواد ته ستنه شي.
غزال، چې ۲۰ کلنه ده او په فرانسه کې ژوند کوي، د ښوونځیو د تړل کېدو پر مهال د یوولسم ټولګي زدهکوونکې وه.
هغې په فرانسه کې د خپلو زدهکړو د دوام هیله لرله، خو د ژبې او ژوند د نورو ستونزو له امله تر اوسه نه ده توانېدلې چې زدهکړې بېرته پیل کړي.

د نجونو زدهکړې او د افغان کورنیو کډوالي
نسرین، چې په فرانسه کې مېشته ده، وايي، لور یې د ژبې ستونزو او اړینو نومرو نه ترلاسه کولو له امله پوهنتون ته نه ده بریالۍ شوې.
فهیمه بیا په اسټرالیا کې په یوه نانوایي کې کار کوي. هغه وايي، د خپلو لوڼو د زدهکړو لپاره یې افغانستان پرېښی او که په هېواد کې د زدهکړو فرصتونه برابر شي، بېرته به ستنه شي.
بهر مېشتي افغانان د کډوالۍ د ستونزو ترڅنګ، د خپلو اولادونو د ښوونیز راتلونکي په اړه هم اندېښنې لري.
د دیني چارو کارپوه قاضي محمدحسن حقیار وايي، د دیني او عصري زدهکړو لپاره د فرصتونو برابرول کولای شي د افغان کورنیو د کډوالۍ مخه ونیسي.
د ښوونیزو چارو کارپوهه فضیله محمدي بیا ټینګار کوي چې د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام د افغانستان پر بشري ځواک، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ منفي اغېزې لرلای شي.
هغې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.




