نړیوال خبرونه

امريکايي ځواکونه: د اختر نه وروسته امریکايي ځواکونو پر طالبانو اول وار برید وکړ

کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند  سوني لګیت نن ورځ په خپل ټوېټر لېکلي چې د تېر کوچني اختر د شوي اوربند وروسته امريکايي او ناټو ځواکونو افغانستان پر طالبانو دوه ځلې هوايي حملې وکړې د د پر وینا دغه برید لدې امله کړۍ چې دغه ګوند پر افغان ځواکونوباندې د حملې پلان درلود.

دسوني لګیت د مالوماتو له مخې بريدونه فراه او کندهار ولايتونو کې پر وسله وال طالبانو نن او تېره شپه تر سره شوي دي. امريکايي ځواکونو دغه بريدونو د افغانسان ځواکونو د ملاتړ په پار کړي دي. د دغه بريدونه د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.  سوني لګیت په ټوېټر ليکلي دي چې ټولې خواوې بايد تاوتريخوالي کم کړي ترڅو بين الافغاني خبرو ته لار پرانېستل شي. 

 د هغه په ویناړوند بريدونه هغه مهال شوي دي چې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو د بريدونو پلان درلود. له دې وړاندې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر مېلر هم طالبانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې دوی پر افغان ځواکونو بريدونه کوي، نو امريکايي او ناټو ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي. 

څه موده مخکې د امریکا او د طالبانو تر منځ هوکړه شوې وه چې طالبان او امریکايي فوځیان به په یو یل باندې برید نکوي خو طالبان بیا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او څو ورځې راهیسې ېې په مختلف ځایونو باندې بریونه وکړل.

بلخوا طالبانو اختر کې درې ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ خو وروسته دغه اوربند ونه غځید د طالبانو ویاند اعلان وکړچې اوربند نور نه غځوو او جنګ ته دوام ورکوو اوسمهال د امریکا د فوځ ویاند اعلان وکړ چې امریکايي فوځیانو د سولې او اختر خبر نه وروسته اول ځل بریدونه وکړل

دا هم باید یاده کړو چې د سولې خبرې او مزاکراتو ته د دوام په خاطر باید دولت او طالبان اوربندته دوام ورکړي ترڅو دغه جګړه پاۍ ته ورسيږي او امریکا هم باید پوره توان سره سولې لپاره کاروکړي ددې ترڅنګ افغان دولت بایدټول خواوې سره په اتفاق کړي او د سولې خبرو ته دواک ورکړي.

افغانستان د ۳۰ کلونو راهیسې په جګړه بوخت دۍ او افغانانو ژوند خوندي نه دۍ باید ټول نړیوال په دې فکر وکړي چې څنکه دغه نا ختمیدونکې جګړه پاۍ ته ورسوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button