تجارت خبرونه

ChatGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟

موږ مو په دې لیکنه کې د دې نوي جوړ شوي حیرانوونکي الکترونیکي روبوټ په اړه خبروو چې له تاسې سره به چټ کوي

دغه تر ټولو نوی ژبنی ماډلLanguage Model) ) دی چې له دريو مخففونو GPT څخه جوړ شوی دی. چې مانا یې ده (Generative Pre Training) او مختاړی (Chat) يې د دوستانه خبرو کولو مانا ورکوي.

دغه تر ټولو نوی ژبنی ماډل په مصنوعي ځيرکتيا سمبال دی چې د (OpenAI) ډلې له خوا جوړ شوی او وړاندې کيږي.

اساساً (ChatGPT) چټ ‌‌جي ‌پي‌ ټي يو چټ ‌باټ (ChatBot) دی چې په مصنوعي ځيرکتيا سمبال دی او کولی شي ستاسې هر ډول سوال ته ځواب ووايي. چټ‌ جي ‌پي ‌ټي کولی شي بېلابېې موضوع ګانې حل کړي او هر ډول پيچلي بحثونه په مختلفو تخصصي حوزو کې لکه فيزيک، رياضي، کمپوټر ساینس، طب، ادبیات او نورو برخو کې درک او حل کړي.

د (ChatGPT) ځواب ويونکی روبوټ کولی شي پيچلي او ګونک پوهنتوني مسايل حل کړي، همدارنګه وبلاګي مطلبونه تولید کړي، متن غږيز کړي، HTML پاڼې رامنځته کړي او نور ديته ورته موارد ترسره کړي.

جوړونکې اداره يې (OpenAI) يوه د مصنوعي ځيرکتيا اداره ده چې زموږ کار آسانه کوي چې د يوې غټې ډيټا په ملتيا يې (ChatGPT) جوړ کړی دی.

دغه الکترونيکي روبوټ ته په مختلفو ژبو او مختلفو فارمټونو کې تربيت ورکړل شوی دی او مهمه خبره داده چې زموږ په طبيعي ژبه پوهيږي، چې په کومه ژبه ترې غوښتنه وکړو په همغه ځواب راکوي.

دغه (ChatGPT) د انسان په شان کلماتو، سوالونو، اشارو او اوامرو پوهيږي چې د دنيا ډېر کارونه به آسان کړي.

د (ChatGPT) له خدمتونو څخه داسې استفاده کولی شو چې لومړی بايد د (OpenAI) ویب پاڼې ته ورشو او (ChatGPT) په کې وپلټو، بيا وردننه شو او د (Try ChatGPT) تڼۍ کېکاږو.

نور ولولئ: افغان ټيم د اروپا روباټ جوړونکو سیالیو ته لار وموندله

نور ولولئ: د افغانستان روبوټ جوړونکو ټیم قطر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي

که مو له دې وړاندې په (OpenAI) سايټ کې اکونټ نه وي جوړ کړی بايد لومړی پکې يو اکونټ جوړ کړئ او وروسته د (ChatGPT)نه استفاده کولی شئ.

د (ChatGPT) حساب ته په ورننوتلو سره بايد د (Log in) تڼۍ کېکاږئ او که مو نوی ثبت نام کولو بايد د (Sign Up) تڼۍ کېکاږئ او وروسته یې په ډېره اسانۍ له خدمتونه ګټه اخيستلی شو، خو یو شرط یې دا دی چې باید په هغه هیواد کې واوسئ چې هلته نوموړې کمپنۍ د دې کاریدونکي روبوټ د کارولو اجازه ورکړې ده.

د يادونې وړ ده چې له (ChatGPT) څخه کار اخيستل او ترې استفاده کول هيڅ ډول پوهه نه غواړي او نه هم کوم ځانګړي مهارت ته اړتيا شته بلکې په پوره راحتۍ سره ګټه ترې پورته کولی شئ.

تاسې کولای شئ هر ډول پوښتنه ترې وکړئ او هر ډول مرسته ورڅخه وغواړئ چې په څو ثانیو کې یې درته علمي ځواب درکوي.

ځینې حیرانوونکې چارې چې (Chat GPT) یې تر سره کولی شي

  1. که ته خپه وې کولای شې خبرې ورسره وکړې، علمي مشورې درکړي او خپګان د درسره سپک کړي، حتا کولای شي ټوکې هم درته وکړي.
  2. کولای شې رواني ستونزې، مالي مشکلات، مالي او تجارت اړوند مشورې، د ګډ ژوند اړوند مشورې، همدارنګه ذهني او رواني هر ډول ستونزې ورسره شریکې کړې، په حقایقو ولاړې او علمي حل لارې درته ښيي.
  3. کولای شې یو غټ پراګراف ورکړې او ورته ووایې چې د دې خلاصه ما ته په څو جملو کې ولیکه.
  4. کولای شي ستا دفتر ته میاشتنی، اوونیز یا ورځنی راپور په ډېر ښه ډول ولیکي خو یوازې ډېتا به ورته ته ورکوې.
  5. حتا د کورنیو ستونزو لپاره هم درسره مرسته کوي، کولی شئ په دې برخه کې مشوره ترې وغواړئ.
  6. ځینې نور څیزونه لکه Recommendation letter, cover letter, easy او د دې ته ورته موضوعات هم درته په اسانه لیکي.
  7. تر ټولو په زړه پورې یې دا ده چې کولی شي ستا د غوښتنې سره سم د اړوندې موضوع په اړه شعر هم درته ولیکي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button