د امریکا نوي جمهور ریس جوبایډن ته افغان مشرانو مبارکي ورکړې

 د امریکا نوي جمهور ریس جوبایډن ته افغان مشرانو مبارکي ورکړې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالخې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې.

د افغانستان جمهور ریس غني جو بایډن او مرستیالې کاملا هریس په ټویټ پیاغم کې مبارکي ویلي، د امریکا او افغانستان د سټراټیژیکو اړیکو او بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې.د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم جوبایډن او مرستیالې ته یې د ټاکنیزې بریا مبارکي ویلي.دا راز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزيد مبارکۍ تر څنګ هیله ښودلې چې بایډن به د افغانستان د سولې او روان وضعیت په تړاو غوره پالیسي ولري او د په راتګ سره یې د افغانستان او امریکا اړیکي لا وغوړیږي او پر افغان سولې به د بریا لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

ددغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو پایلې رسماً اعلان شو چې کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایو په کالج سیسټم کې په ٢٧٠ رایو مات کړ او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله.د بایډن په بریا سره ټرمپ ١٣ ولسمشر شو چې له سره یې انتخاب له لاسه ورکړل او د څلورم نړیوال جنګ له پای راهیسې څلورم داسې کار کیږي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په دې وروستیو کې ډېرې جنجالي شوې وې، لا هم ډونالډ ټرمپ د ټاکنو له پایلو سره مخالفت لري او ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي.ډېریو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وضعیت د افغانستان د هغې په څېر باله چې ولسمشر غني او عبدالله په کې سره په جنجال وو.

جوبایډن د بریا اعلان

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړه سر سخت سیالان ول او هر ټاکنیز کمپاین او غونډه کې به یې پر یو بل ملنډې وهلې.ډونالډ ټرمپ څو څو ځلې پر جو بایډن سختې ملنډې وهلې وې او نوموړی یې د ولسمشرۍ وړ کس نه باله.ډونالډ ټرمپ له ټاکنو وړاندې ویلي وو، که جو بایډن ترې ټاکنې وګټلې، نو دې ته به خورا د شرم وړ وي او ممکن د امریکا پرېښودلو ته اړ شي.

ډېلي بېسټ:خليلزادغواړي طالبانو ته کابل وسپاري

د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد دې ته په اشاره، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي، ویلي متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان ليډرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته اولیت ورکړي. ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې د ناټو د هغې خبرپاڼې هرکلی کړی چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي او د افغان سیاسي ليډران ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدل غوښتي

هغهوايي، “د ناټو د ننۍ اعلاميې هرکلی کوم چې پر راتلونکو کلیدي اقداماتو تمرکز لري او د متحدینو په باور، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره اړین دي. د خلیلزاد په وینا، د بندیانو د خوشي کولو بهیر باید چټک کړل شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د امریکا – طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د افغانستان دولت تر اوسه په ۱۸ ولایتونو کې ۵۵۰ طالب.

دغې شورا دا هم ویلي، چې دا بندیان د هغوی عمر، بدني وضعیت او د بند مودې ته په پام سره خوشي شوي. ښاغلي خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سیاستوالو ترمنځ د سیاسي شخړې د حل غوښتنه کړې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله جلا جلا د لوړې مراسم جوړ کړل چې د دواړو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا پسې ډېر شو.

وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د دوی ترمنځ منځګړتوب وکړ، چې چندانې ښه پایله یې ور نه کړه او دا سیاسي لانجه لاهم ناحل پاتې ده.

وړمه ورځ افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز خپل لومړنی پیغام د روژې په مناسبت خپور کړ او په دغه هېواد کې یې د اوربند غوښتنه کړې. په ورته مهال د ناټو سازمان ویلي، افغانان باید د سولې له فرصته ګټه واخلي.

ناټو سازمان له افغان سیاسي مشرتابه او د دوی له پلویانو د یوه ټولشموله حکومت لپاره د اختلافاتو لېرې کولو غوښته کړې او دغه راز یې له طالبانو غوښتي چې د دغه سازمان په وینا د هغه تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي، چې د منلو وړ نه دی او له ځنډ پرته خبرو کې برخه واخلي.

د ناټو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، کوویډ- ۱۹ ناروغۍ دې چارې ته اړتیا نوره هم ډېره کړې. ناټو ویلي، دواړې ښکېلې غاړې هڅوي چې د بندیانو په خوشي کولو خپل ښه نیت وښيي.

ناټو او امریکا داسې مهال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې چې په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ټول افغانستان کې خپل بریدونه ډېر کړي چې لسګونه افغان امنیتي سرتېري پکې وژل شوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په اوسط ډول طالبان هره ورځ شاوخوا لس بریدنه کوي.

پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو په درشل کې، دغې ډلې ویلي، له امریکا سره د سولې لاسلیک شوې هوکړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې د درېدو یا جګړې درولو په اړه هېڅ خبره نه ده شوې.

ډېلي بېسټ:خليلزادغواړي طالبانو ته کابل وسپاري

خلیلزاد پرافغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي لمریز کار پیغام کې ویلي وو، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې د نوي کال په تړاو خپلو خلکو ته ورکولی شي، دا ده چې د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړولو لپاره سره یوې هوکړې ته ورسېږي، سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره له برابر شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: “اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکېچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی.”

د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: “د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي.”

دا خبرې پر داسې مهال شوې چې په سوېلي ولایت زابل کې پرون پر افغان ځواکونو په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲۴ امنیتي کسان ووژل شول، چې ولسمشر محمد اشرف غني دا برید وغانده او ویې ویل چې د “وسله والو طالبانو دغه ډول بریدونه نه یوازې د سلوې فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا راپاوري.”

ناټو ویلي، چې د نوي ۱۳۹۹ هـ ل کال پر لومړۍ ورځ پر افغان ځواکونو د طالبانو دغه برید له شرمه ډکه کړنه ده.

وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي. ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي