طالبان:ډېرژر به اوربند د حکومت سره لاسلیک کړو

طالبان:ډېرژر به اوربند د حکومت سره لاسلیک کړو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي د اوربند په تړاو سلا شوي دي.او صرف لاسلیک ته خبره پاتې ده. هغه وايي ډېر ژر به هېوادوالو ته د خوشالی خبر ورکړو

د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وایي، پر اوربند هوکړه شوې، خو یوازې یو څه چې پاتې هغه د دواړو لوریو لاسلیک دی چې له لاسلیک وروسته به رسماً خپل منځي ناستې پیل کړي.دا په داسې مهال ده چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سپټمبر پر دولسمه نېټه د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې را دې خوا په افغانستان کې د طالبانو له لوري جګړه او تاوتریخوالی ډېر شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی خلیلزاد تاجکستان ته له سفر نه بعدبېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم دوحې تللی دی.با خبره سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې ولسمشر اشرف غني به هم نن دد اکټوبر پر ۵ مه نېټه دوحې ته په سر لاړ.

چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه ودرلودل اوپرون تاجکستان ته د افغان سولې پر سر د تاجکستان چارواکو سره د لیدنې او بحث لپاره ورغلی وو او له هماغه ځایه بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ لا هم طرزالعملونه نه دي فاینل شوي.

دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د تېرې زېږدیزې میاشتې پر دولسمه نېټه د امریکا او یو شمېر بهرنیو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، خو تر اوسه دواړه خواوې لا په رسمي توګه ناستو لپاره سره نه دي ناست شوي، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پر اختلافي مسایلو نه رضا کیږي او په لوی لاس خپل منځي خبرې له ځنډ سره مخامخ کوي.

طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو

د مرګ ژوبلې او جګړې د زیاتېدو په درشل کې طالبان اوس پر اوربند د هوکړې ته رسېدو زېری ورکوي او ممکن په نږدې راتلونکي کې د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شي.اوس باید دواړه لورې دې تاریحخي فرست نه فایده واخلي او ژر تر ژره اوبند وکړي تر څو افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي،او دې سره د نورو احتیاج نه خلاص شي.

د کرونا ناروغۍ له امله ۱۰ زره زندانیان ازاديږي

د افغانستان حکومت د سه شنبې په ورځ د ۹۰۰ نه زیات طالب بندیان خوشې کړل چې دا یو ښه نیت و او یو هدف یې طالبانو ته قناعت ورکول ترڅو درې ورځې اوربند وغځول شي.

په پراخه کچه په کابل کې مشرانو تمه درلوده چې د لوی وروستي بندیان خوشې کیدل به د سولې هغه پروسې ته حمایه کړي. د روان کال په پیل کې د واشنګټن او طالبانو ترمینځ دوه اړخیز تړون یو مهم جزوو. د ټرمپ اداره د طالب بندیانو خوشې کېدو هر کلۍ کړۍ دۍ ټرمپ د دې ډیز ریات په تمه دۍ چې ژر تر ژره د سولې پروسه کامیابه شي تر څو دوي خپل فوځیان وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر ویاند ، جاوید فیصل وویل ، “حکومت نن د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ۹۰۰طالب بندیان خوشې کوي چې د دوه اړخیز اوربند دوام او د مستقیمو مذاکراتو د سمدستي پیل په شمول د سولې لامل شي.”د اوربند اوږدول مهم دي ، او موږ چمتو یو چې دا وغځوو.”

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي. له بلې خوا د ۹۰۰ بندیانو خوشې کول یو ښه پرمختګ دی. اسلامي امارت به ډیر ژر د پام وړ شمیر بندیان خوشې کړي ، انشاالله .

دا په سمدستي توګه روښانه نده چې ایا طالبان به د اوربند په غزولو موافقه وکړي ، خو په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند د بندیانو خوشې کیدل “ښه پرمختګ” وباله او ویې ویل چې طالبان به “ډیر ژر د پام وړ شمیر بندیان خوشې کړي

د افغانستان خلکو یاغیانو ته یو ښکاره پیغام درلود ، په پراخه کچه د وینو تویدنې او اوږد مهال اوربند د درولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د پراخ غوښتنې غوښتنه کوي.

د سه شنبې په ورځ د کابل اوسیدونکي میرویس وویل : “زه ډیر خوشحاله وم چې زه د ځانمرګي بریدونو له کومې رنځ پرته بهر وتلی شم. کاش همداسې دوام وکړي ترڅو موږ له سولې خوند واخلو” د کابل اوسیدونکی میرویس ، چې د ډیری افغانانو په څیر په یو نوم پیژندل شوی

د هیواد په کچه د یوې اونۍ له شدید تاوتریخوالي او په کابل کې د روغتون یوې خونړي حملې  چې نوي زیږیدلي او امیندواره میرمنې یې په کې ووژل شوې وروسته ، طالبانو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ به درې ورځنی اوربند وکړي. دې وویل اوربند “د روژې د مبارکې میاشتې د پای درناوي او په اسانۍ او امن کې د اختر ورځې لمانځل دي.افغانانو د هغې اعلامیې هرکلی وکړ ، کوم چې د حکومت لخوا د تاوتریخوالي د درولو لپاره د غوښتنې وروسته ترسره شو.

ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته په خطاب کې وویل: “زه د طالبانو لخوا د اوربند اعلان هرکلی کوم. د افغانستان حکومت د سولې وړاندیز اوږدوي.”

د نړون له مخې به حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیان خوشې کول او په بدل کې شاوخوا ۱۰۰۰افغان امنیتي ځواکونه خوشې کړي چې له امله به ېې د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمینځ د اوږدې مودې مستقیم خبرې پیل شي.

بلخوا ویل کيږي دغه طالب زندانیان چې له زندانه ازاد شي به دغو کې بازې مهم او مشران زندانیان به قطر ته لاړ شي او هلته به د قطر په سیاسي دفترکې ونډه واخلي دا هم باید یاده کړو چې دغه بازې زندانیان به د سولې په مخامخ خبرو کې هم ونډه واخلي.

hi-1

 افغان و لسمشرغني پرون له وسله والو طالبانو غوښتي چې په اوسني حساس حالت کې دې اوربند وکړي او جګړه دې ودروي. هغه همداراز د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې له خپله اړخه د اوربند د چمتوالي خبر ورکړی دی. ارګ ویلي دې ناسته کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتېدو ته په پاملرنې، افغان دولت د تېر په څېر د اوربند پلوی دی او غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

سرچینې ویلي؛ په همدې ترتیب په غونډه کې څرګنده شوه چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدامات د ژمنو، مشخصو میکانېزمونو او د قانون په چوکاټ کې د اصولو مطابق دوام لري، خو متاسفانه په دې برخه کې د طالبانو له لوري ځینې ابهامات موجود دي.

وسله والو طالبانو په تازه غبرګون کې د ولسمشر غني وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې حکومت دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي.

د طالبان ویاند بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني او ډله یې اوربند د خپلو ګټو لپاره کاروي، پر همدې اساس اوربند نه کوي. خو طالبانو نه ده څرګنده کړې چې اوربند څه ډول حکومت د خپلو ګټو لپاره کاروي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي باید د اوربند لپاره ددوی بندیان خوشې شوي وای. په داسې حال کې چې حکومت تر شا او خوا ۳۵۰ پورې طالب بندیان خوشې کړي دي.

د بندیانو د خوشې کولو په اړه څه وخت وړاندې طالبانو ویلي چې بندیان نا معلوم دي او په دوی پورې تړاو نه لري، په داسې حال کې چې همدوی یو شمیر بندیانو ویلي چې بیا به جګړې ته ستانه نه شي او ژمنه یې کړې چې سوله به کوي.

اوس افغانستان حساس حالت کې قرار لري، د کرونا وبا چې ورځ تر بلې یې په افغانستان کې پيښې په زیاتیدو دي، یو لوی بحران رامنځته کولی شي، خو د بحران مخنیوی لپاره یوه لاره دا ده چې هر څه پاتې او یوازې یې پر ضد ملت، دولت او ډلې یو ځای شي، یعنې شریک کار وکړي. هغه داسې چې له جګړې بیخي بې غمه اوسو، د خلکو پوهولو، د اړتیا وړ امکاناتو، درمل رسولو، وقایې او تداوۍ ته یې سل سلنه پام واړوو.

ځکه د امریکا په شمول د نړۍ پیاوړي دولتونه – ملتونه د کرونا ضد مبارزه کې نه دي بریالي شوي، هغوی اسانتیاوې، امکانات او هر څه په واک کې لري، ملت یې هم هوښيار دی، په نیمه پوهیږي، داسې سرټمبه خلک نه وي په کې چې کرونا سره په یو او بل نوم ټوکي وکړي او ژوند یې واخلي، یعنې احتیاط او ځان ساتنه کوي، خو بیا هم ورځ تر بلې په کې د کرونا بحران پراخیږي، نو فکر وکړئ که خدای مه کړه افغانستان کې وضعیت داسې یوه حالت ته خدای مه کړه ورشي، نو زموږ حال به څه وي.

بل پلو د بې پولې ډاکټرانو له قوله یوه راپور کې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې یې د طالب جنګیالو په لیکو کې معاینات کړي چې د یو شمیر یې د کرونا ټسټونه مثبت راوتلي دي. ویل شوي چې د نورو معایناتو لپاره د طالبانو د مشرانو له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.

جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ

ولسمشر غني پر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې دجنګ ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو، سیمې د هېوادونو او د افغان ولس غوښتنه درناوۍ وکړي او اوربند وکړي. ښاغلي ولسمشر دا غوښتنه په هغه مفصله اعلامیه کې کړې چې دې هېواد کې د کورونا وېروس د روان وضعیت په اړه پرون ماښام خپره شوه.

ولسمشر غني په دې اعلامیه کې ویلي، حکومت به هڅه کوي چې بهرنۍ مالي مرستې د کورونا وېروس پر ضد روان کمپاین کې ولګول شي. په اعلامیه کې راغلي چې کورونا وېروس داسې یوه نړیواله وبا ده چې ان پرمختللي هېوادونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي، او تینګار شوی چې افغان حکومت دا وبا له پیله جدي ګڼلې وه.

ولسمشر غني ویلي، حکومت به له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کورونا وېروس په تړاو د لګېدلیو محدودیتونو له کبله یې کار روزګار زیانمن شوی دی. نوموړي همدا راز پر افغانانو غږ کړی دی چې په خپل چم ګاونډ کې پر بې وزله کسانو پام وکړي او د یوه مړۍ ډوډۍ مرسته ورسره وکړي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو او ګڼو خیریه بنسټونو هم د کورونا وېروس د روان بحران له کبله په افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه کړې وه. طالبانو که څه هم ویلي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس پر ضد یې اقدامات کړي، خو تر اوسه یې د سراسري اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

بله خوا د افغانستان روغتیا وزارت پرون د چارشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۵) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۷۰ مثبتې پېښې شوې دي. د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، له ۷۰ مثبتو پېښو په کابل کې ۳۱، هرات کې ۲۲، کندهار او غزني کې درې درې، وردګ، کونړ ،ننګرهار او نیمروز کې دوه دوه پېښې، په فاریاب، روزګان او بغلان کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده..

د نوموړي په ټکو تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد. خو دا اندېښنې زیاتېږي چې ممکن په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه زیات وي چې حکومت یې له خلکو سره شریکوي.

خواله رسنیو کې داسې رپوټونه دي چې د کابل سروبي ولسوالۍ کې لسګونه کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ایمل ساپي بي بي سي ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۳۵ تنه کورونا وېروس مړه کړي دي چې د ده په ټکو یوازې ۷ تنه له روغتیا له وزارت سره ثبت وو.

د سروبي ولسوال گوهر خان بابري بي بي سي ته وویل، د دې ولسوالۍ درې تنه په ننګرهار ولایت بستر و او د کورونا پر وېروس اخته وو چې د ده په ټکو دوه یې مړه شوي او یو یې بېرته رغېدلی دي.

نوموړی وايي، یوه میاشت کې پنځه دېرش کسان مړه شوي، خو دا تر ډېره بوډا خلک وو او نورې ناروغۍ یې لرلې لکه د زړه یا شکر ناروغۍ.

د روغتیا وزارت وايي، دې ولسوالۍ ته یې پلاوی استولی چې معلومه کړي چې هلته د کورونا وېروس او که د بل څه له امله کسان مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند ښاغلی مایار وايي، دغه پلاوي ته لارښوونه شوې چې سروبي کې په کورونا وېروس د اخته کسانو درملنې ته یوه ۲۰ بستریزه څانګه جوړه کړي.