دسیاوش د شهادت په اړه د نجیبه فیض څرګندونې

دسیاوش د شهادت په اړه د نجیبه فسض څرکندونې د کابل پوهنتون د شهید شویو محصلینو په مرګ اوښکې وچې شوې نه وې، چې د هېواد یو بل تکړه ځوان، یوه پوهه څټه او د هېواد د ژورنالېزم د وتلې شخصیت شهادت مو ملا ګانې را ماتې کړې.او تل لپاره ېې خپل روح حق ته وسپاره.

موږ به دا نه وایوو، چې دا چا؟ ولې؟ او څنګه؟ ځکه که معلوم هم شي، نه مو حکومت بدل اخیستی شي نه ولس؛ چارواکي خو به په یوې اعلامیې تسلیت ووایي، یو څو مکرجنې اوښکي به هم توی کړي، ولس به مو پر سوشیل مېډیا یو څو د غم او تسلیت پوسټونه او کمېنټونه وکړي خو له څو ورځو وروسته به هر څه عادي شي، لکه هېڅ چې نه وي شوي، چا زوی، چا ورور او یا چا خاوند له لاسه نه وي ورکړی.راځو نن د یما سیاوش د شهادت خبرې ته؛ سیاوش نه زور لرلو او نه زر، یو غریب ځوان وو، ما د یما له ورور بکتاش سره پېژندل او هغه وخت چې ما په ٢٠١٧ کال کې په لمر کې د روژه ماتي خپرونه لرله، یو وخت د دوی کور ته تللې وم، که څه هم دواړه ورونه یو وخت خبریالان وو او په پارلمان کې هم پاتې شوي وو، خو کور یې ډېر غریبانه وو، هغه هم د پلار له وختونو ورته پاتې وو چې پلار یې جوړ کړی وو، نو یو څوک چې دومره موده په پارلمان کې پاتې شي، پارلمان کې یې دنده کړې وي، دومره عادي کور یې وو، ځکه چې دوی حلال رزق ګټلو، غلا، چور او چپاول یې نه و کړی،

بکتاش ما ته دا هم یاده کړه چې دوی خپل معاشونه غریبانانو سره په مرستو ویشي.هغه وخت یما په هند کې وو، دوه کوچنۍ خویندې یې وې، چې فکر کوم یوه یې په اتم صنف کې وه بله په نهم کې، کله چې دوی روژه ماتي کې بولاني راوړله نو خویندو یې وویل چې بولاني د سیاوش ډېره خوښیږي کااش چې اوس هغه هم وی.

نو د دې هېواد یو غریب ځوان چې نه یې د چا په وینو لاسونه سره وو، نه یې کوم ځای وران کړی و، نه یې غلا کړې وه نه یې بل ورور پسې ټوپک را اخیستی و، نن موخه ګرځول کیږي او شهید کیږي.دیما سیاوش مخکې په پوهنتون برید وشو، څومره بې ګناه ځوان کادرونه مو لا لاسه ورکړل، نن سیاوش شهید شو، له دې نورې هم بدې او بدترې راتلی شي، زموږ هېواد کې د وژنو ټوله ملامتیا زموږ خلکو ته هم را ګرځي، یوازې په فیسبوکي پوسټونو او کمېنټونو انقلاب او بدلون نه راځي. او نه ترینه څه جوړیږي.

ولس باید را پورته شي، د خپلو مشرانو نه د زوی او ورور د وینې پوښتنه وکړي، زموږ خو ښه چل زده دی، چې برید وشي، چاودنه وشي، څوک ووژل شي، وایو دا طالبانو کړی! پاکستان کړی یا ایران کړی! هغوی چې وکړو نو دې دومره ښار کې ورته چا ځای ورکړی و؟ دا چا تر دې ځایه داسې د بمونو او باروتو سره سلامت ورسول؟ حکومت، استخبارات او امنیت چېرته دي؟ ولس ولې له دوی پوښتنه نه کوي؟ ولې نه را پورته کیږي، ولې همداسې ویده دی، د دومره ځوانانو په مرګ ولې را وېښ نه شول؟

اوس وخت افغانستان حالات ښه نه دي، امنیت صفر سره ضرب دی، خدای مه کړه که لږه نوره را سخته شوه، د چارواکو یې پرې څه؟ کورنۍ او اولادونه خو یې هسې هم بهر ښه ارام او خوشاله ژوند لري، خو دوی به خپل سر وباسي او دا خاوره به ما او تا ته پاتې وي، بیا که زموږ بچي مري موږ مرو، د حکومت یې پرې څه؟ د نړۍ یې پرې څه؟ نو همدا یې وخت دی، له فیسبوکونو را ووځﺉ، عملاً را پورته شﺉ، تر څو به مرﺉ؟ چا ته په تمه یاستﺉ؟ چارواکي او نړیوال مو دومره له غمه نه دي مړه، دا دومره کلونه چې مو هېواد وال شهیدان شول، چا یې پوښتنه وکړه؟ نو خپله پوښتنه باید خپله وکړﺉ، مه پرېږدﺉ چې نور ووژل شﺉ، موږ افغانان هم د ژوند کولو او بیا له ښه نه د ښه ژوند کولو حق لرو او دا حق به هغه وخت واخیستلی شو چې ورپسې را پورته شو. اوسصرف عمل ته ضرورت دی.

د امرالله صالح په موټریز کاروان باندې بريد دپلازمینې ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «تایمني» چوک کې د کابل حکومت د مشر د لومړي مرستیال «امرالله صالح» پر موټریز کاروان باندې حمله شوې.

امنیتي مسولینولاهم پوره معلومات ندي شریک کړي ؛ خو دا تاییدوي چې په تایمني څلور لاې کې نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا  حمله شوې بلخوا د غیر رسمي معلوماتو له مهې په دغې برید کې ۱۰کسان عام وګړي وژل شوي.او د صالح بارډيګارډان تپیان شوي دي. دښاغلي صالح د دفتر هم په همدې تړاو وایي، چې په چاودنه کې د صالح درې تنه ساتونکي ټپیان شوي؛ خو نوموړي ته کوم زیان نه دی شوۍ او صرف لاس ېې لګ خوګ شوی وو.

دعامي روغتیا وزارت هم بیا وایي، چې د  پېښې له ځایه مړي او اووه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي.طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي.طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په یوه لنډ ټویټ کې لیکلي «د کابل چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.

دا حمله داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ امرالله صالح له طلوع نیوز سره په مرکه کې د کابل د امنیت په تړاو ډاډ څرګند کړ او ژورنالست ته یې وویل، که کارونه یې نه درلودای چمتو وو په بایسکل همدلته راشي.او ګشت او ګرز وکړي. اوس په دې اړه کومې بلې دلې هم څه ندي ویلي او د دې پېښې بریرګر نا معلوم دي نو اوس باید دې پېښې لپاره یو کمیسون جوړ شي او څېړنه وشي چې دا برید چاکړۍ.

په سوشل ميډيا کې هم په دې اړه خلک مختلف راېې لري او وايي چې دا برید باید وڅېړل شي او پا اینده کې د بلند پایه چارواکو امنیت باید په سمه توګه ونیول شي.ځکه په یو بلند پایه چارواکي باندې حمله کېدل دا د امنیتي مسولینو د ضعف علامت دي یاید داسې ونشي او دوښمن ته دا اجازه ورنکړي چې دا ډول بریدونه وکړي. که داسې ونشي نو دا به په اینده کې دنورو چارواکو لپاره هم ګواښ وي.

د امرالله صالح په موټریز کاروان باندې بريد
د امرالله صالح په موټریز کاروان باندې بريد

د یادونې وړ دی چې په امرالله صالح باندې دادویم برید دی چې کيږي یو برید ورباندې د دې نه پخوا هم د انتخاباتو په وخت کې شوی وو. دا هم باید یاده کړو چې په ښاغلي صالح باندې حملې نه وروسته د مختلف اعلۍ چارواکي د د پوښتنې ته ورغلي وو. په دې چارواکو کې تر ټولو لومړۍ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر صیب عبدالله عبدالله ورغی او د نوموړي سره ېې غم شریکې وکړه.. د دې نه پرته حمدالله محب استاد سرور دانش داکټر فضلي او حنیف اتمر شامل وو.

دوکتور ایاز نیازي بریددخلکوغبرګونونه راپارولي

دوه ورځې وړاندې د کابل په وزیر اکبر خان جومات باندې برید وشو او یاد برید کې مشهور مولوي ایاز نییازۍ هم شهید شو  په دغه برید کې د زخمیانوتر څنګ نوره مرګ ژولبه اووښتې. د مسجد امام دوکتور محمد ایاز نیازی شهادت اوس د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

ایاز نیازي په دیني علم کې له الاازهر پوهنتون تر دوکتورا کچې زده کړې درلودې او په افغانستان کې له مطرحو علماوو شمیرل کیده. هغه د کابل پوهنتون استاد هم و. دوکتور نیازی له دې هم امله هم مشهور و چې پر هر چا یې له خپل ممبره نیوکې کولې او حقایق یې ویل

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني له قوله یوه اعلامیه کې دا برید غندل شوی او بشري ضد تروریستي جنایت بلل شوی دی. د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې ددې پيښې جدي پلټنو لارښوونه شوې ده. ترڅنګ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم دا برید غندلی دی او د څیړنو د کولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دا نه جبرانیدونکې ضایع بللې او دا کار یې له اسلام سره هم په ټکر کې ګڼلی دی.

طالب وسله والو هم دا برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي. هغوی دا برید جنایت بللی دی.

لیکوال او شنونکي خوشحال خلیلي لیکلي:«راځئ سپینه یې سره ووایو، چې لس میليونه اردو او پولیس راولې او په هره کور او کوڅه يې ودروی، تر هغو چې قتل او قاتل د ولس په ذهن او زړه کې مقدس ګڼل کیږي، نه جګړه ورکیږي او نه هم انسانوژنه دریږي. له قتل او قاتل څخه کرکه له امریکایانو زده کړئ، یو تورپوستی پولیسو وواژه اوس ټول راوتلي دي او له قتل او قاتل څخه خپله کرکه څرګندوي، بل ځل به بل څوک د چا نیکه هم ونه شي وژلای. له بده مرغه زموږ اکثريت روزنه داسې شوې چې قتل او قاتل دواړه راته مقدس دي او په خپلو ورځنیو ادبیاتو کې قتل او قاتل دواړه مقدس ګڼو. ښه که د ماشومانو، ښځو او بې ګناه وګړو د مرګ په اړه چوپه خوله یاست او مقدس یې ګڼئ، نو د دیني عالم د قتل په اړه خو غږ پورته کړئ! که ټول ملت د قتل او قاتل پر ضد غږ پورته کړي او په عبادت کې یې ونه شمیري، نو جګړه په هماغه شېبه پای ته رسیږي.»

سیاسي فعال او د پوهنتون استاد اسماعیل یون: «د اسلام د اعتدالي لارې یو سر لاری: دوکتور محمد ایاز نیازی د هېواد یو ستر دیني عالم و، هغه په تېرو دوو لسیزو کې په پوره مېړانه ، فصاحت او بلاغت ، دیني او علمي منطق د اسلام د سپېڅلي دین اصلي جوهر ( سړیتوب) هېوادوالو ته تشریح کړ ، هغه د اسلام له ارزښتونو سره سم نه له افراط څخه کار واخیست او نه یې د تفریط لمن ونیوه ؛ یوه معتدله لاره یې غوره کړه. نن د اسلامیت او افغانیت دښمنانو د هېواد دا ستر عالم ، چې هم د دنیا له چارو خبر و او هم د دین له چارو ، د خدای په کور کې شهید کړ. له دې او دې ډول نورو ورته دردوونکو پېښو څخه دا حقیقت لاپسې په ډاګه څرګندېږي ، چې د انسانیت او هېواد دښمنان غواړي تر وروستي افغانه دا جګړه وغځوي ))

د دې تر څنګ عامو خلکو په سوشل ميډیا کې د نوموړي عمسونه خپاره کړي دي او د تسلیت ېې ورته ویلۍ عامو خلک دغې پئښې عام خلک ېې غوسه کړی دي او د حکومته ېې غوښتي چې د یادې پېښې پوښتنه دې وشي او دغسې شخصیتونو د امنیت ساتلو غوښتنه هم کړې ده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني د یادې پېښې څېړنې حکم کړۍ دۍ او ویلي دي چې د یادې پېښې د څېړلو لپاره مې پلاوۍ ټاکلۍ چې یاده پېښه وڅیړي او خلک دې معلوم شي.چې د یادې پېښې اصلي عاملين څوک دي او دغو خلکو معومېدو سره باید یاد خلک د قانون منګولو ته وسپارل شي.