ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي

ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي او د ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي وي.د افغانستان اسلامي جمهور محمد اشرف غني بېګا ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په کتنه کې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو په جوړښت کې د اصلاحاتو او تعییناتو پر طرزالعمل بحث او خبرې وشوې.جمهوررئیس غني وویل، په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي.جمهوررئیس زیاته کړه، باید د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کړنې او موثریت باید وارزول شي او د دوی د استخدام شېوه دې د اساسي قانون د دستوراتو مطابق عملي شي.

د افغانستان ولسمشر وویل، د ولایتي ریاستونو ارزونه دې د خدمتونو وړاندې کولو او خلکو د رضایت پر بنسټ سنجش او د لوړ پوړو چارواکو صلاحیتونه دې تفکیک شي.ولسمشر پر دې په ټینګار چې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي شي، نه بست محوره زیاته کړه، په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د حکومتي ادارو تشکیلات تعریف، له مرکز او وزارتونو سره دې د دوی اړیکې معلومي شي. ولسمشراشرف غني د دې په بیانولو سره چې تعیینات باید بنسټ محوره وي، نه فرد محوره وویل، ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملکي ادارو دیجیټلي کول زموږ اساسي لومړیتوب دی او باید په ولایتونو کې پراختیا او د منابعو ځانګړي کېدل یو ډول او له تبعیض پرته وشي.

ښاغلي غني وویل د مخفي بېکارۍ ضد مبارزه او د موازي بستونو او تشکیلاتي پړسوب پر حل ټینګار وکړ وې ویل، داسې ازموینې دې په پام کې ونیول شي چې د نوښت او مدیریت موضوع په کې وسنجول شي.هغه زیاته کړه، وزارتونه باید عواید ایجاد او برنامې سمې مدیریت کړي.

ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي
ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي

هغه همداراز وویل بایداستعجالیت په پام کې ونیسو او هغه موخې چې په جینوا کنفرانس کې مو ترسیم کړې، باید ترلاسه شي.ج په پای کې وویل، باید د اوبو د مدیریت، د پوهنې د ودې، کلیوپراختیا، روغتیا، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او ښارجوړولو په برخو کې لا زیات تحرک ایجاد کړو هېره دې نه وي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې هم په هکدې موضوع په اړه جلسه تر سره کړې وه.

وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي

کرونا ویروس یو داسې وبايي ناروغي ده چې له امله ېې د ژوند ټولې چارې زیانمنې شوې دي . څه د پاسه یو میشت په ټول هیواد کې کرنتین وو د دولتي ادارو په شمول مکاتب پوهنتونونه او نور رسمیات بند وو خو اوسمهال دولت یو ځل بیا اعلان وکړ چې سر له نن نه په دولتي رسمیات په دوو شفټونو کې کار کوي.

د کورونا ويروس له امله په کابل کې اعلان شوى ګرځبندېز که څه هم پرته له اعلان پاى ته رسېدلى دى، خو له نن (د چارشنبې ورځ) څخه به ټولې دولتي ادارې په دوه شفټونو کې کار پيل کړي او کارمندان به سحر او له غرمې وروسته خپل منځوکې کاري وختونه تقسیموي. .

د پلازمینې کابل ولایت والي محمد يعقوب حېدري وايي، چې دولتي ادارې به د نوې طرحې له مخې چې له اختر مخکې تصويب شوې ده، سر له چهارشنبې نن کار پيل کړي او اصناف به هم د مهالوېش له مخې کار ته دوام ورکړي نوموړي عامو وګړو ته امر کړۍ دۍ چې د احتیات سره دې خپل کارونو ته ادامه ورکړي. .

د کابل والي زياتوي، د دغې طرحې له مخې دولتي ادارې به هم په دوو کاري شفټونو کې سهار او غرمه د روغتيايي سپارښتنو په پام کې نيولو سره سر له چارشنبې ورځې څخه خپل کار پيل کړي.

د کابل والي يعقوب حېدري همدا راز د ښوونځيو او تحصيلي مرکزونو په اړه وويل، چې دا به د بلې طرحې تر چمتو کېدو پورې بند وي، ځکه چې د تحصيلي بنسټونو او ښوونځيو زده کړې يوې دقيقې برنامې ته اړتيا لري تر څو يو ځل بيا پيل شي.

د يادولو ده چې په کابل کې له روژې څو اونۍ مخکې ګرځبندېز اعلان شوى و، خو تر ډېره پورې ګرځبندېز د خلکو له لوري نه عملي کېده، خو د روژې په وروستيو ورځو کې بيا ګرځبندېز خلکو په بشپړه توګه ختم کړ او هر څه بېرته پرانيستل شو.

ټولو هیوادوالو ته پکار دي چې به تګ راتګ کې له احتیات نه کار واخلي او د طبي متخصیصینو په لارښونه باندې عمل وکړي که دغه وخت کې احتیات ونشو نو هیواد به سخت ناورین سره مخ شي باید ټول هیوادوال په دې اړه سوچ وکړي د نورو د صحت هم خیال وساتي.او د بې ځایه ګزځیدو څخه ډډه وکړي.