د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن په ولسمشرۍ کې به هم خلیلزاد خپل ماموریت مخته ویسي

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن په ولسمشرۍ کې به هم خلیلزاد خپل ماموریت مخته ویسي داسې مهال چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیموکراټانو نوماند جوبایډن ګټلې او د نوي کال له پیلېدو سره سم له پخواني ولسمشر ښاغلي ټرمپ څخه واک انتقالېږي؛ امریکايي رسنۍ وایي، د بایډن په راتګ که څه هم ښایي له ډېرو برخو څخه د ټرمپ له لوري ټاکل شوي کسان له دندو لرې کړی شي.

بلخوا بیا د ځينو سرچینی له مخې شاید زلمی خلیلزاد بیا هم په خپل ځای پاتې شي او د افغانستان د سولې پروسه وړاندې یوسي.له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «فارن پالیسي» د امریکا نوي ولسمشر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې د بایډن په ټیم کې د خلیلزاد په اړه زیاتره نظرونه مثبت دي او داسې انګېرل کېږي، چې بایډن به نوموړي ته د وړاندې تګ اجازه ورکړي.رځپاڼې د اوباما او بایډن د دورې د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې که په راتلونکو څو میاشتو کې د افغان سولې په پروسه کې پرمختګ رامنځته شي؛ بایډن به خلیلزاد ته اجازه ورکړي چې خپل ماموریت وکړي اود سولې چارې پر مخ ویسي.

یو بل چارواکي په خبره، د بایډن په ټیم کې د خلیلزاد پر ځای د ساتلو «منطق» د نوموړي د لیري کولو تر غږ زورور دی او د بایډن د بهرنۍ پالیسي ملګري تر ډېره د زلمي خلیلزاد د پاتې کېدو پلوي دي.دده په خبره، له هر چا سره چې غږېدلی دا یې ترې حس کړې چې د خلیلزاد د لیري کولو په اړه د بایډن په ټیم کې ډېر ټینګار نشته؛ نو «دی پرېږدئ چې خپل پيل کړی کار پای ته ورسوي.

ښاغلی زلمی خلیلزاد چې په کابل کې لوی شوی او د اوسني ولسمشر «اشرف غنی ټولګیوال پاتې شوی؛ نږدې درې کلونه کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حیث ټاکل شوی او له طالبانو سره د مذاکره کوونکي امریکایي ټيم مشري ور له غاړې شوې.حکومت له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیله تر دې دمه د نوموړي له پرېکړو ناخوښ ښکاري او هغه تورنوي چې د حکومت د بهرنۍ پالیسي واګې يې په لاس کې اخیستي او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال یې حکومت په حاشیه کې ساتلی.

د متحده ایالاتود ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې د بایډن تر ټاکل کېدو وروسته حکومت تمه درلوده، چې د ټرمپ له لوري ټاکل شوی خلیلزاد به له دندې لیري شي او بایډن به د افغان سولې په پروسه له سره غور وکړي؛ خو امریکا کې حالات بیا داسې دي چې د حکومت تمه ختموي او د ولس هیلې پوره کیږي او سولې ته به کار کیږي.

زلمی خلیلزاد: تاوتریخوالي باید کم شي او د سولې لپاره شته موقع نه دې دواړه لورې ګټه پورته کړي

زلمی خلیلزاد: تاوتریخوالی باید کم شي او د سولې لپاره شته موقع نه دې دواړه لورې ګټه پورته کړيهغه وویل چې د مذاکراتو کړکۍ هر وخت نه وي خلاصې ځکه نو باید افغانستان کې د سولې لپاره باید کار وسي ښاغلي خلیلزاد ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ زیاته کچه د منلو وړ نه ده او باید راکمه شي.

ښاغلي خلیلزاد پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي باید له له موقع څخه استفاده وسي خلیلزاد ویلي:سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هېوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.هغه زیاتوي که چېرې دا موقع هم لاړه نو دا به د افغانانو سره سخت زیاتی وي.

نور خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

خلیلزاد وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو درنې جګړې ترسره سوې او تراوسه لاهم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې ديد دې جګړو په هکله یو شمېر غبرګونونه هم را وپارول طالبان وايي چې حق لري  د خپل اهدافو لاس ته راوړلو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي خو افغان حکومت بیا دا بریدونه اوجګړې وحشت بللی د امریکا په ګډون نورو هېوادونو د وروستیو جګړو د کمولو غوښټنه کړې

سولې ته د رسیدلو لپاره باید بین لافغاني مذاکرات پیل شي خو تراوسه د طالبانو او دولت مرکه چي پلاوی رسمي ناسته نه ده سره کړې او د تماس ډلې يې په دې نه دي توانیدلې چې پر اختلافي مسایلو باندې یوې  هوکړې ته ورسیږي دويي لا هم په بازې سختو مواردو باندې مشکلات لري او لا هم پرمختګ ته اړتیا ځینې سیاسي شنونکي په دې اړه وايي چې باید دويي اوله هغه موضوعات رامنځته کړي کوم چې د حل وړ وي او اسانه وي.

  1. زلمی خلیلزاد: تاوتریخوالي باید کم شي او د سولې لپاره شته موقع نه دې دواړه لورې ګټه پورته کړي

په سوشل ميډیا کې د سولې په اړه مختلف نظرونه لري ځینې وايي چې باید ژر تر ژره اوربند وشي ترڅو په ارامه فضا کې خبرې وشي او سولې ته لاره اسانه شي او افغانان نور د شته بدببختییو نه خلاص شي او په ارامه فضا کې ژوند وکړي.که مونږ اوګورو افغانستان کې د څو کلونو راهیسې جګړه روانه ده او هره ورځ پکې سلګونه کسان مړه کيږي په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو په شمول کابل کې هدفي وژنې هم شروع دي ددويي مالونه هم خوندي ندي او په ږیره کې ژوند کوي.