دعطا محمد نور امرالله صالح ته ځواب

دعطا محمد نور امرالله صالح ته ځواب د مزار شریف پخوانی والي عطاء محمد نور د ولمشر اشرف غني لومړی مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح کابل ښار کې د غلا او «ترور» په خپرولو تورن کړی دی.ا ویلي دی چې حکومت دې خپلې ناکامي په دا ډول څرکندونو نه پټوي.

دا څر ګندونو څو ورځو راهیسې په سوشل میډیا کې سخت زور اخیستی، چې له دې سره د دواړو غاړو فیسبوکي پلویانو هم یو بل سخت «ښکنځي» او «رټي».تیره ورځ د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور د امرالله صالح لخوا کابل ښار کې د امنیتي میثاق په نوم پروګرام له لارې پر نامسئولو وسله والو د وسلو د ویش پروګرام ته په اشارې سره ویلي، چې ښاغلی صالح غواړي له دغې لارې د خپل ګوند«زرغون خوځښت» کسان په کار وګوماري او خپل سیاسي سیالان ورباندې وځپي.د ښاغلي نور په ځواب کې امرالله صالح هم پرون د سه شنبې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼې «نور» ته په اشارې ولیکل۔

په حیرتان بندر کې د فساد داسې قضیه به رسنیزه کړي، چې په خبره یې ځینې حلقاتو په میاشتنۍ توګه د ملت څومره پیسې خوړلې دي.نوموړي دغه راز «نور» ته په خطاب کې لیکلي ؤ، د خپلو غاښونو ته به پام کوي، ځکه عطاء نور څو کلونه وړاندې د «ملي پخلاینې عالي شورا» اوسني مشر عبدالله عبدالله سره د یوې ناندرۍ پرمهال هغه د غاښونو د ویستلو ګواښ کړی ؤ.او نومړی ته ېې سختې خبرې کړې وې.

د امرالله صالح د ننیو تورونو په ځواب کې عطاء محمد نور توند فیسبوکي غبرګون ښودلی او «صالح» یې د ملي امنیت له تصدۍ او ملي دسترخوان څخه د غلا ترڅنګ د هېواد سیاسي او مذهبي مشرانو په سپکاوي او «ترور» تورن کړی دی.

عطاء نور وايي، امرالله صالح «یو غلام بچه» ګوډاګی ماشوم دی او دده سیال هیڅکله نه شي کیدای، ځکه په خبره یې «صالح» نه جهادي مخینه لري او نه هم سیاسي بلکې د تاجکستان پلازمینه دوشنبې کې د جمعیت ګوند د سیاسي دفتر کمپیوټرکار پاتې شوی دی.

نوموړي همدا راز صالح او د هغه ګوند د بهرنیو هېوادونو ګوډاګی او جاسوس یاد کړی او ننګولی یې دی، چې د «زرغون خوځښت» ټول پلویان د جمعیت ګوند د یوې ولسوالۍ افرادو ته هم نه شي رسیدلای.هغه وايي چې صالح دې په ځان کار وکړي. او کله چې څه وايي یا ېې لیکی نو سوچ او فکر دې کوي.

د استاد عطا په خبره داچې امرالله صالح د خپلو سیکولر(بې دینه) افکارو له امله د هېواد سیاسي مشرانو، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وارثینو علماء کرامو، مذهبونو، ملي او جهادي شخصیتونو او هزاره قوم ته هم سپکاوی کړی، آخر دی کوم حد ته پابند دی هغه وايي چې د دا ډول خبرو دې ډډه وکړي.

د کورونا ویروس له امله د فېسبوک کارونکي ډېر شوي دي

دهالنډ یوې محکمې یوې ښځې ته حکم کړی چې له فیسبوک او پېنټرسټ د خپلو لمسیانو انځورونه ختم کړي. د محکمې د امر له مخې دې نیا د ماشومانو د پلرونو له اجازې پرته دا انځورونه خپاره کړي دي کوم چې جرم دۍ په دغه هیواد کې یو کس نشي کولۍ بغیر لا اجازې خپل انځورونه خپاره کړي. .

د ماشومانو مور له خپلې مور څو ځل د انځورونو لرې کولو غوښتنه وکړه، خو نیا په خواله رسنیو کې د خپلو لمسیانو د خپرو کړیو انځورونو له ړنګولو انکار وکړ دغې نیا ډیره مینه ارله ورسره او هر وخت به یی د خپلو لمسیانو انځورونه نشرول. .

اوس باید دا ښځه انځورونه لرې کړي یا هم د هر انځور لپاره هره ورځ پنځوس یورو ور کړي که یې دا امر ونه مانه تر زر یورو پورې جرمانه کېدلی شي. د محکمې په حکم کې دا هم راغلي، که دا نیا راتلونکي کې د دې ماشومانو نور انځورونه خپاره کړی، په ورځ له پنځوس یورو نورې جرمانې سره مخ کېږي.

د ټیکنالوژي یو قانونپوه نېل براون ويي، دا حکم ښايي هغه خلک حیران کړي چې خواله رسنیو کې له انځورونو خپرولو مخکې ډېر غور نه کوي.

د نوموړي په اند، که له قانوني اړخ یې هم تېر شو، هغو کسانو ته به د داسې انځورونو خپرول څنګه مناسب ښکاري چې فکر کوي څېښتن یې له ځان پرته پر نورو لیدل نه غواړي.

 فیسبړک یوه ازاده اجتماعي شبکه ده په افغانستان او نورو اسیايي هیوادونو کې  عام وګړي یی ډېر استعمالوي د نیم نه زیات تفوس د دغې شبکې نه استفاده کوي. دوي پکې خپل نظریات او انځورونه نشروي مونږ ټولو هیوادوالو ته پکاردي چې باید دغه شبکه ډیر په احتیات سره استعمال کړو ترڅو د خلکو په ذهنونو بد اغیز ونکړي.

په افغانستان کې د فیسبوک نه علاوه انسټاګرام .ټویټر . او داسې نورې شبکې خلک ډیر استعمالوي او خپل نظریات او او عکسونه پکې نشروي. تر دې مهال لا په افغانستان کې کوم داسې قانون د فیسبوک لپاره مشخص شوۍ ندۍ.

دولت ځدران څه ګناه کړې

د افغان کرکیټ لوبډلي لپاره د یوې تاریخي ورځي یادونه د کرکیټ نړیوالي شورا هم کړې! آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغان لوبډلي هغه ورځ یاده کړې، چي لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ئې ترسره کړې او پکښي بریا ئې خپله کړه. دې شورا لیکلي، چي افغانستان څه یوه لوبډله ده او څه یو داستان لري.

افغان کرکیټ ملي لوبډلي پوره ۱۱ کاله مخکي د ۲۰۰۹م د اپریل میاشتي په ۱۹مه نېټه (چي پرون یکشنبه کیږي) خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه. افغان ټیم یاده لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ په وړاندي ترسره کړه او یاد هیواد ته ئې د ۸۹ منډو په توپير ماته ورکړه. د معلوماتو له مخي د هغې نړیوالي یو ورځنۍ لوبي پچه افغان لوبډلمشر نوروز منګل ګټلې وه او لومړی ئې توپوهنه ترسره کړه، چي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي ئې سکاټلینډ ته د ۲۹۶ منډو هدف وټاکه.

سمیع الله شینواري ۵۲، نورعلي ځدران ۴۵ او محمدنبي بیا ۵۸ منډي د افغان لوبډلي لپاره جوړي کړې وې. کله چي سکاټلینډۍ لوبډله هدف ته د رسېدو په موخه لوبغالي ته کښته سوه، نو ټاکلو ۵۰ آورنو کي ئې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډي جوړي کړې او د ۸۹ منډو په توپير افغانستان لوبه وګټله. په هغه لوبه کي د لوبي غوره لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل ټاکل سوی وو.

افغان لوبډلي تر دې دمه ۱۲۶ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي له ډلي ئې ۵۹ ګټلي، خو ۶۳ لوبي ئې بیا بایللي دي.

د دې ترڅنګ ئې ۴ ټیسټ لوبو کي دوې ګټلي او دوې ئې بیا بایللي دي.

ای سی سی: دافغانستان کرکټ لوبډله څه یو داستان لري

 همدارنګه افغان لوبډلي ۸۱ شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي ۵۵ لوبو کي ئې بریا< خو په ۲۵ لوبو کي ئې بیا ماته خوړلې.

د کرکیټ نړیوالي شورا لخوا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کي افغانستان لسم، په ټیسټ سیالیو کي هم لسم، خو په شل آوریزه سیالیو کي بیا اتم ځای لري.

فیسبوک ادارې د چین له ولسمشر بښنه وغوښته

فیسبوک د چین له ولسمشر د هغه د نوم د غلط ژباړلو له امله بخښنه وغوښته.

يادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا یوه تخینکي ستونزه وه او د چین له ولسمشر شي جین پینګ یې بخښنه د چین ولسشمر میانمار ته تللی او هلته یې د میانمار له مشرې انګ سن سو کیا سره په لسګونو تړنونونه هم لاسلیک کړي دي هم غوښتې.

د اغلې سن سو په هغه بیانیه کې چې له ملاقات وروسته یې خپره کړې وه، په برمايي ژبه کې یې د چین ولسمشر نوم په برمایي ژبه کې د چین ولسمشر نوم لیکلی و چې فیسبوک دا د “ Mr Shithol ته ژباړلی و او دا لغات په انګلیسي کې د (سپک، بیخي ډیر خیرن…) مانا ورکوي.

دغېادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي

«موږ هغه تخنیکي ستونزه حل کړه چې په فیسبوک کې له برمايي ژبې انګلیسي ته یې غلطه ژباړه کوله. بیا به داسې ونه شي او موږ نور اقدامات هم کوو چې تکرار نه شي. موږ په رښتیني توګه ددې سختې غلطۍ بخنښه غواړو.»

 فیسبوک په خپل د برمايي ژبې ډیټابیس کې د چین ولسمشر نوم نه و ثبت کړی.

فیسبوک له برمايي ژبې د ژباړې په برخه کې ډیر مشکل لري. ویل کیږي پخوا هم ديته ورته غلطې اتومات ژباړې شوي.

باید یاده کړو چې له انګلیسي یا فارسې ژبې پښتو ته د فیسبوک اتومات ژباړه کې هم ډیرې ستونزې دي. ډیر کله یې ځیني شیان په عجیب انداز ژباړلي وي، چې ددې لامل هم له فیسبوک سره لکه د نورو ژبو د پښتو نه ثبت په ګوته کوي.