د پاکستان دریښتونې همکارۍ پرته په افغانستان کې امن ممکن نه دۍ

دویم مرستیال دانش وايي، تر هغه چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه او امن پناه ګاوې ولري، افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

د محترم دانش له قوله، په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو په افغانستان کې د نظام پرضد جګړه پیل شوې او ترهګري یې پیاوړې کړې ده.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا ډاډ ورکوي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره هر ډول هڅه کوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال وايي، د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

دانش چې په اسلام اباد کې، پاکستان ته یې د افغان کډوالو د کډوالتوب څلورمې لسیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان په سوله کې شریک واوسي.

دی زیاتوي، د افغانستان سوله د طالبانو پر نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پرېکولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پناګاوو په نابودولو پورې اړه لري:

“که طالبان د خپلو پناه ګاوو او ځالو تر څنګ له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې همداسې وساتي، که اوربند هم وشي، تل پاتې سوله نه شي راتلای. زموږ خلک د تل لپاره د تاوتریخوالي پای غواړي.”

دانش د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د کېدونکې هوکړې ملاتړ وکړ او هیله یې وښوده چې دا هوکړه به د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو رغښت وغوښت، خو دا یې هم وویل چې په افغانستان کې له سولې پرته پاکستان کې هم ثبات امکان نه لري.

بلخوا د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغانستان د سولې لپاره به هرهغه کار وکړي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

عمران خان په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د سرور دانش نیوکې ته په ځواب کې وویل:

“تر یولسم سېپټمېبر وروسته د دې امکان وو چې په افغانستان کې جنګېدونکیو وسله والو به دلته ځایونه لرل.او بیا دلته تر ۵۰۰ زره او یو لاک پورې د کډوالو کیمپونه ول، څنګه شونې ده چې یو حکومت یوڅو زره تنه وسله‌وال چې په دومره شمېر کډوالو کې پټ وي، په نښه کړي.”

پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د سولې د راتلو اړوند د خپلو هڅو او همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلوونکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

که څه هم د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې متن لا هم روښانه نه دی، خو د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس‌ته راوړنې ورته سرې کرښې دي.

امریکا هم په ځلونو ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه د افغانستان د شاتګ په معنا نه ده.

خو هغه چې په وار وارد افغان حکومت له خوا پرې ټینګار شوی د افغان سولې په برخه کې رېښتینې همکاري ده، افغان چارواکو په وار وار ویلي چې په پاکستان په دې برخه کې خپلو ژمنو ته صادق نه دی.

افغان حکومت او نړیوالې تولنې تل له پاکستان غوښتي چې په هغه هیواد کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

اسټراليا ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکي له اسټراليا څخه راوباسي

په دغه مهاجرت قانون پوهان له حکومت څخه غوښتي ترڅو دې چټکی سره د پناه غوښتونکو شړلو پر سر يو ځل بيا غور وکړي.

د اسټراليا حکومت لخوا نوې خپرې شوې شميري ښايي چې اسټراليا ته د  هوا له لارې راغلو ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکو کيسونه رد شوي او حکومت په پام کې لري ترڅو دا پناه غوښتونکي له اسټراليا څخه وشړي.

حکومت لخوا خپرو شوو شميرو له مخه د روان کال جنوری مياشت پوري د ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکو کيسونو رد کيدو ترڅنګ بيا د نورو ۳۷،۹۱۳ نورو پناه غوښتونکو کيسونو طی مراحل روان دی.

د دولت په وينا دا معلومه نده چې ايا لدې شاوخوا ۳۷،۰۰۰ پناه غوښتونکو څخه څومره يې اسټراليا کې قبول کيږي او نور څومره يې له اسټراليا څخه شړل کيږي.

بله خوا مکواير پوهنتون څخه ډاکټر ډانيل  ګيزلباش اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، حکومت هڅه کوي ترڅو د پناه غوښتونکو کيسونو طی مراحل چټکی سره پر مخ يوسي او پر مهاجرت ادارې بوج کم کړي چې دا کار د سيسټم روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

اسټراليا ته دا مهال ډير پناه غوښتونکي له جګړو ځپلو هيوادو څخه نه بلکې له پر مختللو هيوادو څخه راځي.

د شميرو له مخه زرکونه نوي راغلي کسان ډيره کې له هند، چين او ماليزيا څخه دي کوم چې اسټراليا کې د پناه غوښتنه کوي.

د ۲۰۱۹ کال نومبر مياشت کې يواځی شاوخوا ۲۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هيوادو ته شړل شوي او لا اوس هم نږدې ۵۰،۰۰۰ شړلو چارې پر مخ وړل کيږي.

د اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر پر حکومت د اسټراليايي پولو کنټرول پر تدابيرو نيوکې کړي.

ليبر ګوند وايي، اوسمهال انساني قاچاقبر د هوا لار کاروي ترڅو خلک اسټراليا ته راولي او پناه واخلي او بله خوا انساني قاچاقبران د کاريګرو له ويزو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د اسټراليا د مهاجرت سر پرست وزير الن تود بيا د مخالف ګوند  تورونه ردوي او وايي، د اسټراليا حکومت د هغو کسانو شمير کې کمی راولي کوم چې غلطې غوښتنې کوي.

د مهاجرت سرپرست وزير په وينا، ځيني کسان د اسټراليا له نړيوالې ژمنتيا او هوکړې څخه ناوړه ګټه پورته کوي او اسټراليا ته رارسيدو سره د پناه غوښتنه کوي.

د ښاغلي په وينا، دا کار نوی او يا بې سابقې ندی.

 د ښاغلي تود په وينا، ځيني له همدو کسانو څخه بيا د اسټراليا حقوقي څانګو ته مخه کوي او غواړي ترڅو لا ډير وخت اسټراليا کې پاتي شي او حقوقي کيسونو له مخه خپل اوسيدو موده وغځوي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠تمه کاليزه نمانځل کيږي

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت او يو نيسيار په مرسته ،په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠ تمه کاليزه د يوې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې نمانځل کيږي

دا غونډه به د فبرورۍ پر ١٧-١٨ وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عاېشې فاروفي ويلي دي دا نړيواله غونډه به د پاکستان لومړى وزير عمران خان پرانيزي

دې غونډې ته د ملگرو ملتونو د سترې کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او ٢٠ هغو هېوادونو استازي رابلل شوي چې له افغان کډوالو سره په دې ٤٠ کالونو کې مرستې کړي ، هيله ده چې په دې غونډه کې د پرمختيايي بانکونو استازي هم برخوال وي

په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو پر راتکوونکي برخليک خبرې کيږي

په هم دې حال کي افغانستان کي ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چي پاکستان کي دوه ملیونه ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي

پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو له ډلي یو ملیون او ۳۰۰ زره یې د اوسېدلو اسناد لري او یو ملیون ۱۰۰ زره نور یې ناثبت سوي دی

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت د ملګرو ملتونو د کډوالو د » په همکارۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دغه غونډه چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي، د دغه هیواد د لومړى وزير عمران خان لخوا به پرانیستل شي

د خبرپاڼې له مخې په یاده غونډه کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي  

خبر پاڼه وايي، دا هغه هیوادونه دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاس نیوی کوي

په خبر پاڼه کې ویل شوي:” ددغه غونډې په یو ډېر مهم پړاو کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې هم د پرمختګ په حالت کې دي جوړیږي

ټاکل شوې په دغه غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره په خپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي

د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه هیواد په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې ۴میلیونه افغانان د اوسېدو په قانوني اسنادو او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي