د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ ناسته؛ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

د هېواد په دریو ولایاتو کې د محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل شوې. کابل، هرات او دایکندي کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د برنامې چارې پیل شوې. د جمهور ریس غني له خوا د ۱۳.۷ میلیارډه افغانیو په لګښت د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې له منظوری وروسته په دریو  ولایتونو کې ددې طرحې د عملي کېدو چارې پیل شوې.

د نوي کرونا ویروس په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کابل والي محمدیعقوب حیدري او د پراختیایي شوراګانو استازو، یوشمېر بزګرانو او بڼوالو له خوا د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه شروع شو.

د کرنې وزارت مرستیال وویل: «ددې طرحې په پلي کولو سره په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدیږي څلور زره او ۳۳۲ ممیز خونې جوړیږي.» غفوري خمدا راز وویل چې ددې طرحې په عملي کولو سره لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کیږي. په دې مانا چې د په هېواد کې د ۵۰ سلنه تازه محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کیږي او ۵۰ سلنه نورو ته مو هم تابیاوې نیولي دي لکه له بهره د محصولاتو د خلاصو وارداتو منع کېدل او داسې نور.

د کرنې وزارت د غه مرستیال وویل، چې ددې طرحې عملي  کېدل نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته کارونو زمینه برابروي. ټاکل شوې، چې دغه طرحه په ټولو ولایتونو کې پلی شي. په همدې حال کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول وستیال او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و.

د کابل والي وینا : «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي خو، د کرنې وزارت ډېره ښه وړاندوینه وکړه او پر وخت او معقول تابیاوې یې ونیول، تر څو چې زموږ د کرنیزو تولیداتو د راټولولو وخت رسیږي د ممیزخونو او سړوخونو ودانۍ هم جوړیږي.»

افغانستان کې نویوپروژو پلي کېدو سره به دوه نیم لکه کسانو ته دکارزمينه برابره شي

بل پلور؛ په هرات کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې د عملي کېدو چارې په هغه غونډه کې، چې د هرات والي او ددې ولایت سیمه ییزو چارواکو شتون درلود پیل شو.

 زراعت وزارت ویلي؛ دې وزارت د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د یوې برنامې پلي کېدل شروع کړ. ددې برنامې پر اساس، تر راتلونکو څلور تر شپږو میاشتو پورې په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو لپاره څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې، چې هر یو یې د ۱۶ ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، د پیازو ساتلو لپار ۱۴ زره او ۲۱۹ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیا ولري

دغه وزارت ویلي؛ ددې برنامې د عملي کېدو په پار ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ په بودیجه کې نیول شوې، چې تر اوسه پورې اته میلیارډه یې دزراعت  وزارت ته ورکړل شوې ده. ددغو پروژو ۱۰ سلنه لګښت د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه مصرف یې دزراعت  وزارت له طرف نه ورکول کیږي.

لویې پکتیا د اوبولګو نې کرنې، او مالدارۍ ریاست مامورین وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو کلی د سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د افغانستان د اوبو لګونې، کرنې او مالداوزارت وايي، دا مراسم د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې ترسره شول.

د یاد سربند او کانال د بنسټ اېښودو په غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان دولت د اوبو د مهارولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د اوبو د مهارولو په برخه کې نورې ګټورې پروژې هم پلي شي.

په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د زعفران خېلو کلی د سربند سره یوځای د ۱۳۷ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.

ښاغلی مومند وویل، چې یاد جوړېدونکی سربند ۶.۵متر اوږدوالی او ۶.۲۵ متر سور لري او دغه راز جوړېدونکی کانال هم ۱۳۷ متر اوږدوالی لري.

د اوبو لګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې یاتوي؛ د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۴ میلیونه افغانۍ ده، چې په جوړېدو سره به یې ۳۲۷ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او سلګونه کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي. دغه پروژه، چې د سویس د پراختیایي ادارې له خوا تمویلیږي د روغولو چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.

لویه پکتیا کې د یوه کانال سربندجوړولوباندې کار پيل شول

د اوبولګولو د یاد سربند او کانال په جوړولو کې ماهر او غیر ماهرو کسانوته د کار زمینه هم برابریږي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او همداراز ددې سیمې د ځمکو کرنیز حاصلات به هم ۲۰ سلنه شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

د آسترالیا فدرالي امامانوشورا،سره، ښځې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار کوي

د آسټرلیا فدرال امامانو شورا 13 مه عمومي غونډه د ویکتوریا – میلبورن په امامانو دفتر کې ترسره کړه. په دې ناسته کې چې د شورا د رییس ښاغلي شایډي السلیمان په مشرۍ جوړه شوې وه ، د رییس ،او نورو غړوپه شمول لکه  د نیو ساوت ویلز ، ویکټوریا ، کوینزیلینډ ، سویلي آسټرالیا ، لویدیز اسټرالیا ، ایکټ او د شمالي حوزې څخه د امامانو د اړوندو شوراګانو غړو ګډون درلود. دغه شورا  په 2006 کې تاسیس شوی ، 250 امامان لري او د فتوی خپرولو مسولیت لري.

د غونډې یو مهم خبره دا وه چې د شورا د نوي غړي په توګه د ویکتوریا ایالت څخه د هالا امیرا د شاملیدو اعلان و. اغلې امیرا د دې موسسې لومړۍ ښځینه غړې ده. په کنفرانس کې ، ښاغلي السلیمان د آسټرلیا د فدرالي امامانو تر مدیریت لاندې د ښځو د ملي مشورتي شورا تاسیس هم اعلان کړ چې د آسټرالیا مسلمانو میرمنو ته به پاملرنه کوي..

دغه شورا د اخوان المسلمین مفتی ابراهیم ابو محمد تر مدیریت لاندې ده. دې د خپل خاص سازمان په څیر ورته تاکتیکونه غوره کړي ،چې  ښځې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي ، ځکه چې سازمان پدې حقیقت ښه پوهیږي چې په ننني وخت کې . ښڅې به هر خه کې خه رول لوبولۍ شي.  دږی په تدریجي ډول سره د ښڅو جلبولو لړي پیل کړې ده.

د دې ۱۳ مې غونډې کلیدي اجنډا دا وه چې د دوی سازمان ته د ډیرو میرمنو راجلبولو لپاره یو پلان جوړ کړي ، ځکه چې نوې ستراتیژي دوی ته د ټولنیز اړین جز ګرځوي. دا به دې سازمان سره مرسته وکړي  او نړۍ ته به د دې سازمان خه تصویر ښکاره کړي او بل هدف یی دا وو چې په اسانۍ سره هغه ادارې په نښه کړي چې د ښځولپاره کار کوي.

په ټوله کمپاین کې نه یوازې د دوی نړیوال عکس بدلول شامل دي بلکه د میرمنو ذهنونه بدلول او دوی یې په خپل ورځني ژوند کې د جهاني پروپاګند عملي کول دي. د دې ټولو میرمنو غړو وروسته به بالاخره مورتوب ته ننوځي ، او نړۍ کې به د دوی پالنې له لارې د خلکو ذهنونه بذل کړي

.

چین: د افغانستان نوي حکومت سره کار ته چمتو یو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي. ویاند “ژو لیان” د دوشنبې په د چین د بهرنیو چارو وزارت ورځ (فبروري۲۴) خبریالانو ته وویل چې هغوی خبر دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی

هغه وویل: “افغانستان زموږ ملګری ګاونډی دی. چین د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر درناوی کوي، د آینده په اړه د افغانانو د خپلواکی د پرېکړې ننګه کوي او د نوي منتخب حکومت او د افغانستان د خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی.”

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده. هغه دا پایلې ونه منلې او اعلان یې وکړ چې خپل حکومت جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم وغږېده. هغه وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې تماسونه او همکاري لري.

هغه وویل: “چین د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لورې د سولې او بیا پخلاینې د همه شمول بهیر کلکه ننګه کوي. د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون ( ممکنه تړون) د لاسلیک کېدو هرکلی کوو او هیله لرو چې دا بهیر په ښه توګه پلي شي چې د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي. “

نوموړي وویل چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک کوي. په افغانستان کې د شنبې په شپه د طالبانو، امریکا او افغان ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی بهیر پیل شو.

چارواکي وايي که دا بهیر بریالی ختم شو، د طالبانو-امریکا ترمنځ به د سولې تړون لاسلیک شي.

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ ناسته؛ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

” یوناما”په یوه اعلامیه کې پرته له دې، چې منتخب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړي ویلي، چې دا اداره د ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو مهم او منظم بهیر، چې د وروستیو پایلو د اعلانولو سبب شو تائیدوي او په ورته وخت کې په ملي کچه د راتلوونکي لپاره پر یووالي ټینګار کوي او د اعلان پر اندازه یې مهم ګڼي”.

” یاد پلاوي د ټاکنو بهیر د ټاکنیزو کمیسیونونو سربیره د نوماندانو او د رسنیو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو ګډ مسولیت ګڼلی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي په دغه اعلامیه کې د ټاکنو د بهیر د وروستیو پایلو د اعلان وروسته د ټاکنو کړنلارو ته په کتنې کوم کواښ، چې راولاړ شوی مهم ګڼلی او په دې برخه کې یې د افغانستان ثبات، یووالي او د دغه هیواد قوانینونو باندې ټینګار کړی دی.

” یوناما” ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د واک له مخې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسینونونو څخه یې ملاتړ کړی او ورڅخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

” یومانا” وايي، دغې ادارې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان د ټاکنو قانون ته په درناوي خپله بشپړه بیطرفي ساتلې او د درغلې مخنیوي پر وړاندې یې خپلې ټولې هڅې کړي دي.

دا اعلامیه وايي ” دټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان څخه پس د نوماندانو او د هغوی د ملاتړو له خوا څرګندو شوو اندیښنو ته په پاملرنې ملګري ملتونه به د سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانانو او افغانستان ادارو څخه ملاتړ لپاره خپل کار ته دوام ورکړي او دا اداره به د کمیسیونونو د هڅونې لپاره خپلې بیطرفه مشورې دغو کمیسیونونوته ور کړي ترڅو د نوماندانو د فهم وړلیوالتا ته په کتنې، چې د کمیسیونونو څخه د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په برخه یې لري وضاحت ورکړي “.

د سه شنبې په ورځ ( سلواغه ۲۹مه) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون جمهور رئیس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د ګټوونکي نوماند په توګه اعلان کړ.

.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو د ټاکنو د وروستیو پایلو د منلو څخه انکار کړی او وروستۍ پایلې یې جعلې ګڼلي دي.

عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم، چې د ټاکنو په سیالۍ کې دوهم مقام ګټلی د کمیسیون د اعلان مخالفت کړی او د یو موازي ټولشموله حکومت د جوړیدو اعلان کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې په تیرو ټاکنو کې يې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم ملاتړ کوه، د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د جمهوري ریاست دوو نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د ټاکنو وروستیو پایلو له منلو انکار کړی، خو د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو له پریکړې یې ملاتړ نه دی کړی.