افغانستان کې دوه د انسټاګرام تر ټولو پر نفوزه شخصیتونه
غزل سادات
غزل سادات د افغانستان د انسټاګرام مشهوره تر ټولو پر نفوزه ښځه ده. نوموړې اوسمهال په انسټاګراګرا یو نیم ملیونه فالووران یا مینه وال لري. هغه په هرات کې زیږیدلی ده. د هغې کورنۍ د کورنیو جګړو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوه او ترکیې ته ولاړه.
اغلی سادات خپلې د ښوونځي زده کړې په استانبول کې بشپړې کړې او له ډېرو کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسېده.هغه مونټریال ته لاړه چیرې چې هغې د غاښونو په برخه کې د روغتیا متخصص په توګه فارغه شوه. سادات اوس په دوبۍ کې سوداګري کوي. هغې د اوبو په یوه شرکت، میډیکال کلینیکونو کې پانګونه کړې او همدارنګه د دوبۍ په جمیره سیمه کې او د سعودي عربستان په ریاض او جده کې څلور رستورانتونه او کافې لري.
نور یی ولوله | رسنیو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
نور یی ولوله | حامد کرزی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنه وکړه
فرهاد دریا
فرهاد دریا د سپتمبر 22، 1962 زیږیدلی یو افغان سندرغاړی موسیقار او موسیقي جوړونکی دی چې په مختلفو ژبو ېې سندرې لیکلي او کمپوز کړې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پیژندل شوي.
دريا په بېلابېلو ژبو سندرې وايي چې زياتره يې د خپلې مورنۍ ژبې فارسي/دري او پښتو سربېره په ازبکي هندي-اردو او انګليسي ژبو هم سندرې وايي. هغه نه یوازې د خپلې موسیقۍ بلکې د وطن پالنې مینه هم ترلاسه کړې ده. هغه له خپل اصلي ټاټوبي افغانستان څخه د سویلي آسیا نورو برخو او همدارنګه مرکزي آسیا کې مینه وال لري.
هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د امبیسیډر په توګه کار کوي او په ډیرو خیریه موسسو کې دخیل دی.نوموړی په انسټاګرام ډېر مشهور دی او د ډېرو مینه والو په لست کې شامل دی.