افغانۍ د ډالر پر وړاندې د تېر شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې
افغانستان –
افغانۍ د ډالر په مقابل کی د تېرو شلو کالو کې تر ټولو ټیټې کچې ته غورځیدلی د افغانستان اسعارو بازار کې تېرو شلو کلونو را دیخوا دا لومړی ځل د یوه ډالر مقابل کې له سلو څخه پورته افغانۍ تبادله شوې. کارپوهانو وېره ښکاره کړی .
چې په بې ساري ډول د افغانۍ ارزښت له کمېدو سره به د هېواد په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بیې هم پورته شي. دا په داسې مهال کې ده چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د ژمي سړی هوا له رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري کړکیچ خبرداری ورکړی. په ۲۰۰۳ کال کې چې د افغانۍ نوې پولی واحد چاپ او ووېشل شوه د یوه ډالر په مقابل کې یې ارزښت ۴۳ افغانۍ و او د تېر اګست میاشت کې طالبان واکمنۍ له رسېدو څخه وړاندی د یوه ډالر په مقابل کې ۸۷ افغانۍ تبادله کېدلی.
دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.
طالبانو څو اونۍ وړاندی د افغانۍ ارزښت د کمیدو مخنیوي لپاره د بهرنیو پولی واحد پر راکړه ورکړه بندیز لګولی. د افغانستان سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي په دې اړه ویلی اوس مهال د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت لویدو مخنیوي یواځنۍ حل لار د نړیوالې ټولنې مالي همکاری او د نړیوال بانک او امریکا له اړخ د افغانستان کنګل شویو شتمنیو پرانیزی. نوموړی زیاته کړی بله حل چاره چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ورسره لوړیدلای شی کېدای شي له افغانستان څخه د صادراتو ډېرېدل وی .
چې وایې په لنډ مهال کې ناشونې چاره ښکاري. د ډالر په مقابل کی د افغانۍ پولي واحد ارزښت داسې مهال د بل وخت پرتله زیات لویدلی چې دا وروسیتو کې ملګرو ملتونو د افغانستان خوار ځواکه اقتصاد ویجاړیدو څخه د مخنیوي لپاره له نړیوالو مالي ادارو افغانستان ته د نغدو ډالرو رسولو لارو چارو موندلو غوښتنه کړې.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهي صندوق په ګډون ځینې مالي ادارو د افغانستان مالي زېرمې او پورته ساتل شوې پیسې کنګل کړې او یا یې دې پیسو ته د طالبانو لاسته راوړنی د مخنیوي اعلانونه وکړی.