افغانۍ د ډالر پر وړاندې د تېر شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې

ځړول شوی:دسمبر 9, 2021 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

 افغانستان افغانستان

افغانۍ د ډالر  په مقابل کی د تېرو شلو کالو کې تر ټولو ټیټې کچې ته غورځیدلی د افغانستان اسعارو بازار کې تېرو شلو کلونو را دیخوا  دا  لومړی ځل د یوه ډالر مقابل کې له سلو  څخه پورته افغانۍ تبادله شوې. کارپوهانو  وېره ښکاره  کړی .

 چې په بې ساري ډول  د افغانۍ ارزښت له کمېدو سره به د هېواد په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بیې هم پورته  شي. دا په داسې مهال  کې ده چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د ژمي سړی هوا له رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري کړکیچ خبرداری ورکړی. په ۲۰۰۳ کال کې چې د افغانۍ نوې پولی واحد  چاپ او ووېشل شوه د یوه ډالر په مقابل کې یې ارزښت ۴۳ افغانۍ و او د تېر اګست میاشت کې طالبان واکمنۍ له  رسېدو  څخه وړاندی  د یوه ډالر په مقابل کې ۸۷ افغانۍ تبادله کېدلی.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

طالبانو څو اونۍ وړاندی  د افغانۍ ارزښت د کمیدو  مخنیوي لپاره د بهرنیو پولی واحد پر راکړه ورکړه بندیز لګولی. د افغانستان سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي  په دې اړه  ویلی  اوس مهال د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت لویدو  مخنیوي یواځنۍ حل  لار د نړیوالې ټولنې مالي همکاری او د نړیوال بانک او امریکا له اړخ د افغانستان کنګل شویو شتمنیو پرانیزی. نوموړی  زیاته کړی  بله  حل چاره  چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ورسره لوړیدلای شی  کېدای شي له افغانستان څخه د صادراتو ډېرېدل وی .

 چې وایې په لنډ مهال کې ناشونې چاره ښکاري. د ډالر په مقابل کی  د افغانۍ پولي واحد ارزښت داسې مهال د بل  وخت پرتله زیات لویدلی  چې دا وروسیتو کې ملګرو ملتونو د افغانستان خوار ځواکه  اقتصاد ویجاړیدو څخه د مخنیوي لپاره له نړیوالو مالي ادارو افغانستان ته د نغدو ډالرو رسولو لارو چارو موندلو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه  وروسته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهي صندوق په ګډون ځینې مالي ادارو د افغانستان مالي زېرمې او پورته ساتل شوې پیسې کنګل  کړې او یا یې دې پیسو ته د طالبانو لاسته راوړنی  د مخنیوي اعلانونه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.