کورني خبرونه

الجزیره: د ملا هیبت الله د سختدریځۍ له امله د لوړ پوړو طالبانو تر منځ ژور اختلافات رامنځه شوي

د الجزیرې خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، زیات طالب مشرانو خپلې کورنۍ له افغانستانه ایستلي هم دي

الجزیرې شبکې تېره (شنبه) په یوه مفصیل راپور کې ویلي، د طالبانو ځینې مشران چې د ملا هیبت الله اخوندزاده له محافظه کاره سیاست څخه ناراضه دي، خپلې کورنۍ له هېواده بهر ایستلي دي.

الجزیرپه دې راپور کې، چې په خپله انکلیسي ویبپاڼه کې یې تر دې (Not all is well inside the Taliban) سرلیک لاندې خپرې کړې، لیکلي: طالب چارواکو وویل چې د دوی کورنۍ په بهر کې ډیر ارام دی او د دوی ماشومان کولی شی پرته له ستونزو زده کړې ترلاسه کړی.

د ملا هیبت الله د پالیسیو نه ملاتړ

د قطر په پوهنتون کې د دوکتورا کاندیده لکشمي وینوګوپل مینون (Lakshmi Venugopal Menon) د الجزیرې لپاره په دې لیکنه کې ویلي چې دې د طالبانو له هغو اوسنیو او پخوانیو استازو سره مرکې کړي چې د ملاهبت الله د پالیسۍ ملاتړ نه کوي، او ځینو یې هغې ته ویلي چې دوی خپلې کورنۍ نورو هیوادونو ته بېولي دي.

هغوی میرمن مینون ته وویل، “په بهر کې د یوې کورنۍ ژوند اسانه دی، او ماشومان کولی شی پرته له ستونزو خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.”

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

نور ولولئ: د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

په دې مقاله کې، اغلې منون ویلي چې یو شمېر طالب مشران په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه د پخوانۍ حلقې له محافظه کاره سیاستونو سره موافق نه دي، او هغوی وايي چې هبت الله او شاوخوا کسانو یې د سختو مقرراتو او فرمانونو په نافذولو سره د دې ډلې د نسبتا معتدل مشرتابه د نوی نسل لپاره زمینه محدوده کړې ده.

په افغانستان کې دننه او بهر ناراضایتي

په مقالې کې د سختو پالیسیو او د افغانستان د خلکو د اقتصادي او بشري حقونو د خرابو شرایطو له امله د افغانستان دننه او بهر نارضایتۍ ته اشاره شوې ده.

په دې مقاله کې راغلی چې په کابل کې د طالبانو حکومت د هغو خلکو فشار احساسوي چې د اقتصادي سقوط او د نړیوالو مرستو د کمښت په درشل کې د کار او خدماتو غوښټونکي دي.

خو له دې سره سره له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او د نورې مرستې او پانګونه د جلبولو لپاره د سراج الدین حقانی په ګډون د طالبانو د ځینو غړو هڅې له دې کبله کمروزې شوي چې ملاهبت الله له کندهار څخه د امربالمعروف د وروستي قانون په شان د نویو فرمانونو په اعلانولو پر ښځو فشارونه دوه برابره کړي دي.

ډېر احتمال داسې شوی چې کېدای شي، د طالبانو په منځ کې لوی درز رامنځته شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button