بدخشان کې د کوکنارو پر سر جنجال؛ طالبان وايي، ستونزه حل شوه
بدخشانیانو لا د ستونزې د حل په برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي خو طالبان وايي چې ستونزه حل شوي ده
طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو په سر ولسي خلکو سره د دوی د ټوکیدلي جنجال د حل و فصل خبر ورکړی او ویلي، چې په دې اړه معترضانو سره یوې پایلې ته رسیدلي.
د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د درایم او ارګو خلکو د دوی پلاوي سره په ناسته کې ژمنه کړې چې د کوکنارو له محوې ملاتړ کوي او د ده په خبره مزاحمت به نه ورته کوي.
د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین
په ارګو او درایم کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو ټیمونو له ولسي خلکو سره لانجه کړې وه چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زیانمنو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې څه شخړه نه رامنځته کېږي.
ځایي خلکو لا د طالبانو د ویاند ادعا نه ده تایید کړې.
نور ولولئ: د طالبانو حکومت وايي هغه سرتېري محکمې ته معرفي کوي چې بدخشان کې یې پر خلکو ډزې کړې
نور ولولئ: د بدخشان چاودنې ۱۱ ووژل، لسګونه يې ټپیان کړل
دوی مخکې غوښتنه کړې وه، چې بزګرو ته مرګ ژوبله اړوونکي طالبان دې مجازات او هم دې له سیمه ییزو طالبانو پرته نور هغه د کوکنارو ختمولو په کمپاین کې نه شاملیږي.
د ارګو او درایم لسګونو اوسیدونکو له تېرې جمعې ورځې راهیسې د هغه څه پر وړاندې چې د کوکنارو د فصلونو د ختمولو په برخه کې یې د طالبانو ناوړه چلند باله، تاوتریخجنې مظاهرې وکړې او له دې سیمو یې د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
د باغونو اړولو په اړه د خلکو ادعا
خلکو شکایت کاوه چې د طالبانو وسله وال د دوی شنې کروندې او میوه داره ونې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال له منځه وړي.
ورته ناندرۍ مخکې په هلمند کې هم د خلکو او طالبانو تر منځ رامنځته شوې وې.
طالبانو په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکیو د کښت او مخنیوي امر کړی، چې ځینو سیمو کې یې د تطبیق لپاره ستونزو سره مخ شوي.
کروندګر شکایت لري، چې طالبانو د بدیل معیشت له برابرولو او دغه راز د نشه یي توکو د فصلونو د ختمولو په برخه کې له ولسي همغږۍ پرته په توندۍ سره پاروونکو اقداماتو ته مخه کړې ده.