ژوند

خوست کې د هندواڼو حاصلات ښه پایله ورکړي

د افغانستان خوست ولایت کې هندواڼو حاصلات سږ کال ښه شوي او بزګر ترې خوښ دي

د خوست د کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د هندواڼو حاصلات ډېر دي خو کروندګر بیا وايي، که چېرې د اصلاح شوو تخمونو مرسته ورسره وشي، د حاصلاتو کچه به يې نوره هم لوړه شي.

د خوست کرنې رياست مسوولين دغه راز زیاتوي، مخکې د دغه ولايت په لږو سيمو کې هندواڼې کرل کېدې خو اوس په ډېرو سيمو کې کرل کېږي نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

نور ولولئ: په ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسيدلي

کروندګر وايي، د غنمو يا د نورو فصلونو په پرتله د هندواڼو حاصلات ښه دي او ګټه يې څو چنده ډېره ده.

د دغو کروندګرو له ډلې يو هم د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی شاهدالله دی چې په خپله شاوخوا درې جريب ځمکه کې يې هندواڼې کرلې دي.

ادارې څخه د اصلاح تخم غوښتنه

دوی وايي، که اړوند مسوولې ادارې ورسره د اصلاح شوو تخمونو او د کيمياوي سرې برخو کې لازمه همکاري وکړي، دغه ولایت به د هندواڼو له اړخه پر ځان بسيا او حاصلات به يې څو چنده ډېر شي.

هغه وايي: «مخکې مې ځمکه باندې غنم کرل چې يو جريب به اتيا منه غنم کول چې شل زره افغانۍ به کېدې، اوس ما ته يو جريب هندواڼې ۸۰ او ۹۰ زره افغانۍ جوړوي، نو اوس هر کال خپله ځمکه باندې هندواڼې کرم.»

د سختو اورښتونو له امله حاصلات کمزوري شوي

يو بل کروندګر کريم خان بيا وايي، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د هندواڼو حاصلات د ډېرو اورښتونو او ږلۍ له امله يو څه کمزوري دي.

نوموړي دغه راز خپلو خبرو کې وويل، زياتره کروندګر په مسلکي ډول د هندواڼو پر کښت نه پوهېږي، نو د کرنې او مالدارۍ له رياسته يې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې کروندګرو ته روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: «د خوست هندواڼې د نورو ولايتونو په پرتله خوږې دي؛ که چېرې د زراعت رياست له موږ سره د تخم، سرې او نورو برخو کې همکاري وکړي، نو حاصلاتو به مو له دې څو چنده زيات شي.»

نور ولولئ: په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

د خوست يوه اوسېدونکي منورخان هم پژواک ته وويل چې د خوست هندواڼې د نورو ولايتونو په پرتله خوږې او ښې دي.

دی وايي: «دا هندواڼې ښې دي، که لږې وړې دي خو خوند يې بېخي ښه دی، له نورو ولايتونو چې دلته راځي، پر هغو باندې وخت تېريږي، نو هغه اصلي مزه يې له منځه ځي.((

بل پلو، د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمدزمان عمري بيا پژواک ته وويل، دوی تر خپله وسه د يادو کروندکرو ستونزې له اړوند ادارو سره شريکې کړې او هيله لري چې زر به حل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button