لوبې

د اسیا جام: سری لنکا پاکستان ته ماتې ورکړه

د سریلانکا کرکټ ټیم

سریلانکا کرکټ لوبډلې د غوره توپوهنې وروسته کلاس توپ اچونه هم ترسره کړه او د پاکستان ټوله لوبډله یې په ۱۴۷ منډو راټوله کړه او د ۲۴ منډو په توپیر په بریا سره یې د ۲۰۲۲ کال اسیا جام اتلولي خپله کړه.

دا لوبه چې د اسیا جام وروستۍ لوبه یعنې پایلوبه وه، چې د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د دې لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او سریلانکا لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله. سریلانکا کرکټ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره، په داسې حال کې ۱۷۰ منډې وکړې، چې مهمې ویکټې یې ژر له لاسه ورکړې او پاکستان ته یې د ۱۷۱ منډو ښه هدف وټاکه.

نور یی ولوله | سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه

نور یی ولوله | محمد نبي د هند سره د لوبې په اړه څه ویلي؟

د دوی له خوا بنوکا راجاپکسا غوره توپوهنه وکړه، هغه ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز ونېندو هسرنګا ۳۶ او دننجایا ډي سلوا ۲۸ غوره منډې وکړې. د پاکستان لپاره حارث رووف غوره توپ اچونه ترسره کړه، هغه درې پاکستاني لوبغاړي تر پویلین ولېږل. همدا راز نسیم شاه، افتخار احمد او شاداب خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سریلانکا د ۲۰۲۲ کال اسیا جام وګاټه

پاکستان د ۱۷۱ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په ۱۴۷ سوځېدو سره منډې وکړې او سریلانکا د ۲۴ منډو په توپیر د بریا په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۲ کال اسیا جام اتلولي خپله کړه.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ۵۴ او افتخار احمد ۳۲ زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لپاره پرامود مدوشان غوره توپ اچونه وکړه، هغه څلور پاکستاني لوبغاړي وسوځول. همدا راز ونېندو هسرنګا درې، چمیکا کرونارتني دوه او مهیش تیکشانا یوه ویکټ واخیسته

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button