د م.م سر منشي: پر ایران د امریکا مسقتیم برید نړیواله سوله ګواښي

اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د ایران پر درېیو اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ بللی دی.
هغه ویلي، چې په داسې حال کې د ې شخړې د پراخېدو خطر مخ په زیاتېدو دی، چې منځنی ختیځ لا له وړاندې د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل او له زور یې کار واخیست، چې پرون شنبه د غبرګولي په ۳۱مه پاکستان ټرمپ د سولې نوبل جایزې لپاره نوماند اعلان وکړ.
ټرمپ ویلي وو، چې دی د سولې غوښتونکی دی، خو ګوتریش پر ایران د امریکا بریدونه «زور کارول» ګڼلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، دا شخړه له سولې او ډيپلوماسۍ پرته بله حل لار نه لري او غوښتنه کوي، چې ټول اړخونه دې له شدت ډډه وکړي او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه ومني.
د ایران بهرنیو چارو وزیر دا بریدونه د ملګرو ملتونو او نورو ټولو نړیوالو قوانینو نقض بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا به تل پاتې پایلې له ځانه سره ولري.
تازه ایراني رسنۍ وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ په یوه لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې بېړنۍ غونډه را وبولي.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې ایران د ملګرو ملتونو له منشور سره سم، د امنیت شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د لازم اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه لیک کې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې موخه “جنایتونو” ته ځواب ښودل شوی دی.