د ټنډولکر لور غواړي فلمونو کې کار پیل کړي

د افسانوي کرکټر سچن ټنډولکر لور
د کرکټ د نړۍ مشهور افسانوي پخواني کرکټر سچن ټنډولکر لور ساره ټنډولکر په اړه هم داسې خبرونه خپاره شوي دي، چې نوموړې فلمونو ته راروانه ده او په بالیووډ کې کار پیلوي.
د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د ساره ټنډولکر په اړه دا خبرونه وروسته له هغې خپاره شو، چې د ممبۍ په هوايي ډګر کې یې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې. ساره ټنډولکر په انسټاګرام کې هم ډېره مشهوره ده، چې ۲ میلیونه کسانو تعقیب کړې ده، نوموړې خپل عکسونه او ویډیوګانې په انسټاګرام کې خپروي، چې ډېر خلک یې خوښوي
نور یی ولوله | رنبیر کپور: زما مېرمن به زما د مور په څېر قرباني نه ورکوي
نور یی ولوله | پینځو هندیو اداکاراو څنګه ځانونه فټ کړل
سارا ټنډولکر د سچن ټنډولکر په څېر ښکاري
د هغې په یوه ویډیو باندې یو کس په خپله تبصره کې لیکلي دي، چې ساره ټنډولکر داسې ښکاره کېږي، لکه سچن ټنډولکر چې روان وي، د لور او پلار تګ بېخي یو شان دی.
همدا راز یو بل کس ورته لیکلي دي، چې ساره ټنډولکر د بالیووډ فلمونو د مشهورو اداکارانو څخه ډېره ښایسته ده او داسې ښکاره کېږي، چې نوموړې به هم ژر فلمونو کې راڅرګنده شي