کورني خبرونه
رجحان

داعش: ننګرهار کې موږ د طالبانو رینجر په ماین الوزولی

داعش په ننګرهار کې د طالبانو پر رینجر موټر د ماین چاودنې پړه ومنله

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله له منځه وړي ده او د بریدونو توان نه لري، خو دغه ډلې پرون پنجشنبه په ننګرهار ولایت کې د هغه چاودنې مسئولیت پر غاړه واخیست چې د طالبانو پر رینجر موټر شوي وه او طالبانو ته یې په کې ځاني زیانونه اړولي وو. 

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له ادعا چې په افغانستان کې داعش له منځه تللی دی، وروسته د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې ورځې د بمي چاودنې پړه ومنله، چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو په رینجر موټر شوې وه.

په یاده چاودنه کې ولسي خلکو ته اوښتی زیان

طالبانو ویلي و، په هغې پېښه کې د یوې دیني مدرسې شپږ تنه زده‌کوونکي وژل شوي، یو بل زده‌کوونکی او د دغې ډلې څلور تنه نور غړي ټپیان شوي دي.

خلاف نیوز د داعش ډلې پورې تړلی خبري اژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید دوی کړی او له امله یې څلور تنه وژل شوي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

نور ولولئ |  سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

نور ولولئ | طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

د ننګرهار د پولیسو ویاند عبدالبصیر زابلي د پنجشنبې په ورځ د وږي په لومړۍ نېټه ویلي و، چې په پېښه کې د مدرسې پنځه زده‌کوونکی او یو استاد وژل شوی او د یو بل زده‌کوونکي په ګډون څلور تنه طالبان ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، دغه زده‌کوونکي او استادان د دره نور ولسوالۍ ته روان وو.

د داعش نور بریدونه

داعش ډلې په تېره یوه اونۍ کې د دغه برید تر څنګ د دوو نورو بریدونو پړه هم منلې وه، چې په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځیانو شوې وې.

د ځینو کارپوهانو په باور، نن سبا د طالبانو د ټولو ادعاو خلاف د داعش ډلې ځواکمنتیا ډېره شوې او د افغانستان د ختیځو سیمو تر څنګ کولای شي په خیبر پښتونخوا کې هم ځیني سیمې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې یو کال مخکې د والیانو په کچه د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له منځه یووړل او ويې وژل.

نړیوال هم په افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه ښوولي ده، خو طالبان بیا دا ډول ادعا ردوي او وايي، داعش ډله یې له پښو غورځولي او د لویو بریدونو توان نه لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button