علامه سید جمال الدین افغان او د هغه موخې
د علامه سید جمال الدین افغان راڅرګندېدل او په اسلامي نړۍ کې د هغه موخې
علامه سید جمال الدین افغان هغه مذهبی لوړ شخصیت و، چې د افغانستان په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره په خپله نیکه مشوره امیر شېرعلي خان ته لارښوونه وکړه چې په حکومت کې صدراعظم، وزیران او قضايي سیستم فعال کړي، همدا رنګه یوه یوولس کسیزه ډله یې وټاکله چې د حکومت پر ټولو کړنو نظارت وکړي، دا په واقعیت کې د مشروطه شاهي نظام پیل ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوند یا سیاسي ګوندونو د نه شتون له امله د امیر شېر علي خان لومړۍ دورې تر سلطنت پورې د ډموکراسۍ څرک نه لګېده، چې د علامه سید جمال الدین افغان په رهبرۍ له ( ۱۸۶۲-۱۸۷۸م) کلونو چې د امیر شېر علي خان طلايي دوره هم ورته ویل کېږي، د علامه سید جمال الدین په رهبرۍ اصلاحي پروګرام پيل کړ چې په ترڅ کې یې د امیر شېر علي خان د سیاسي قدرت او صلاحیت په اړه د کابینې تشکیل او د صدرا عظم ټاکل پیل شول.
په دغه وخت کې د علامه سید جمال الدین افغان په مشوره یوولس کسیزه کمېټه د حکومت د نظارت او کنټرول لپاره وټاکل شوه، دغې کمېټې له تېرو استبدادي پاچاهانو د حکومتولۍ سره په بشپړه توګه توپير درلود.
خو بدبختانه د امیر شیر علي خان د دورې اصلاحات د انګلیسانو د تېري په پایله کې په ټپه ودرېدل.
د امیر دوست محمد خان دربار کې د هغه دنده
علامه سید جمال الدین افغان په (۱۸۳۸م) کال د کونړ په اسعد اباد کې زېږېدلی دی او په (۱۸۵۷م) کال کې یې د امیر دوست محمد خان دربار کې دنده پیل کړه چې د امیر دوست محمد خان له مړینې وروسته یې د امیر شېر علي خان په دربار کې ځای پيدا کړ.
باید وویل شي چې امیر دوست محمد خان د امیر شېر علي خان د نبوغ څخه د ګټې اخېستنې او د اصلاحاتو راوستو وړتیا نه لرله.
خو امیر شېر علي خان دا وړتیا لرله چې د علامه له پوهې څخه په ۱۹ کلنۍ کې ګټه واخلي، هماغه و چې له امیر شېر علي خان سره یې ۱۱ کاله د وړ مشاور په صفت دنده ترسره کړه.
نور ولولئ: ولې د هند له تعلیمي نصاب د اقبال لاهوري مضمون لرې شو؟
نور ولولئ: د افغان مورخ «علامه پوهاند عبدالحی حبيبي» د مړيني ۳۹ تلین
باید وویل شي چې په دربار کې د علامه سید جمال الدین د شتون کلونه د امیر شېر علي خان له هغې دورې سره سمون خوري چې امیر له خپلو ورونو سره په جګړه بوخت و. نو له همدې امله یې د علامه سید جمال الدین اصلاحي پروګرام ته ډېره پاملرنه نه وه، خو وروسته د محمد رفیق خان لودي او د ځینو نورو شیطان صفته درباري غړو په مټ د امیر شېر علي خان او علامه سید جمال الدین اړیکې ترینګلې شوې چې لامل یې په لاندې ډول دی:
علامه سید جمال الدین د امیر دوست محمد خان د پاچاهۍ په وخت کې د سردار محمد عظم خان کورنی ښوونکی و، خو وروسته محمد عظم خان د امیر شېر علي خان په ستر رقیب او دښمن بدل شوی دی.
د محمد اعظم خان ماته او ایران ته پناه وړل
هغه مهال چې (۱۸۶۸م) کال کې سردار محمد عظم خان ماتې وخوړه او ایران ته یې پناه یوړه، امیر شېر علي خان داسې وانګیرله چې علامه سید جمال الدین د سردار محمد عظم خان لپاره پناه ځای وي.
ځکه چې علامه سید جمال الدین افغان په ایران کې ژوند کولو او په ورته وخت کې یې د کابل د مرکزي دولت ملاتړ هم کاوه.
علامه د امیر دوست محمد خان له مړینې وروسته محمد عظم خان وهڅولو چې خپل کشری ورور یې له امیر شیر علي خان سره بیعت وکړي.
خو کله چې علامه سید جمال الدین افغان د امیر شېر علي خان په نیت وپوهېد، له امیر سره یې ژمنه وکړه چې د ایران له لارې به ترکیې ته ځې، خو له سردار محمد عظم خان سره به په ایران کې ملاقات نه کوي.
علامه له تګ څخه مخکې خپل اصلاحي پروګرام په بشپړ ډول امیر شېر علي خان ته تسلیم کړ.
سید جمال الدین وروسته له هغه هندوستان، مصر، استانبول، ایران، روسیې، فرانسې، لندن او جرمني ته سفرونه وکړل.
هغه په هر هېواد کې خپل ځانګړي پلویان وموندل او د اسلامي امت پر یووالي او وحدت یې ټینګار وکړ.
په دغه وخت کې علامه سید جمال الدین افغان بېلابېلې مقالې، رسالې او جریدې نشر کړې، علمي کنفرانسونه یې جوړ کړل او د اروپا له سیاسي شخصیتونو سره یې اشنايي پيدا کړه.
علامه سید جمال الدین په افغانستان کې د یوه ځواکمن، مرکزي حکومت هیله لرله، په ایران او ترکیې هېوادونو کې د دموکراتیک رژیمونه غوښتونکی او په ورته وخت کې یې په هندوستان او مصر کې چې د انګلیستان تر استعمار لاندې وو د استعمار پر ضد د ملي غورځنګ پر جوړولو ټینګار کاوه.
هغه په اسیایي او افریقايي اسلامي هېوادونو کې چې د اروپا تر تجاوز لاندې یې ژوند کاوه د قواو د تمرکز او د اسلامي وحدت (پان اسلامیزم) فلسفه تبلیغوله.
له همدې امله هر استعماري ځواک د علامه د تبلیغ له وېرې سید جمال الدین له خپل هېواد څخه شاړه.
د ایران پاچا ( ناصر الدین شاه) د علامه سید جمال الدین افغان د یو شاګردپه واسطه په داسې ډول ووژل سوو چې قاتل د یوې عریضې په پلمه پاچا ته ځان نږدې کړ.
دغه قاتل د میرزا رضا کرماني په نامه یادېده چې په ۱۲۷۵ هـ ش د وږي پر ۱۲ مه په داسې حال کې چې د خپل سلطنت پنځوسمه کالیزه یې نمانځله د میرزا رضا کرماني په لاسه ووژل شو.
علامه سید جمال الدین افغان په هند، مصر او ترکیه کې نوي سیاسي غورځنګونه تاسیس کړل او په (۱۸۹۶م) د مارچ په ۹ نېټه په استانبول کې د ۵۸ کلونو په عمر ومړ.
د علامه سید جمال الدین د جنازې په مراسمو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د علامه سید جمال الدین افغان جسد په (۱۹۴۴م) کال افغانستان ته راوړل شوی او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د امیر شېرعلي خان د دورې اصلاحات معارف، عصری اردو، مالیات، ښار جوړل، د حکومت د صلاحیتونو وېش، د وزیرانو تقرر، د صدراعظم ټاکنه، رسنۍ ( شمس النهار اخبار)، د حکومت د اجراییه قوې د کړنو د نظارت او کنټرول لپاره یوه یوولس کسیزه کمېټه جوړول او د ټولنیز عدالت تامین د علامه سید جمال الدین افغان د اصلاحي پروګرام یوه برخه ده.
که څه هم د علامه سید جمال الدین افغان د اسلامي وحدت (پان اسلامیزم) فلسفه په ټوله نړۍ کې مشهوره ده، خو بیا هم د اسلام مقدس دین د احکامو پر بنسټ د داسې اسلامي نظام غوښتونکی و چې د قران او سنتو پر بنسټ ولاړ وي.
له همدې امله یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپلې مبارزې ته په ملي او بین المللي ډګر کې د مرګ تر شېبې دوام ورکړ.
العروة الوثقی د هغې ورځپانې نوم دی چې سید جمال الدین په فرانسه کې تاسیس کړې او نشرات یې کړي دي.
سید جمال الدین افغان د اسلامي امت د بیدارولو لپاره د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هلې ځلې کړي.
علامه سید جمال الدین افغان په مصر کې لس کاله ژوند وکړ، منور شاګردان یې وروزل، کتابونه، رسالې او مضمونونه یې ولیکل او مشهور شاګرد یې محمد عبدو دی.
په هندوستان کې یې پنځه کاله تېر کړل، ترڅو چې استعمارګرانو اړ کړ چې هندوستان پرېږدي.
په فرانسه کې یې درې کلونه تېر کړل، کله چې سید جمال الدین افغان په فرانسه کې و، له مصر څخه یې خپل شاګرد محمد عبدو فرانسې ته راوغوښت او د محمد عبدو په ملګرتیا یې د عروة الوثقی ورځپانه پیل کړه، چې په هغه وخت کې په ختیځو هېوادونو کې خورا مشهوره سیاسي ورځپاڼه وه.
د عروة الوثقی لومړنۍ ګڼه د ۱۳۰۱ هجري قمري د جماد الاول پر ۱۵ یا د ۱۸۸۴ د مارچ پر ۱۳ خپره شوې او د اتلسو ګڼو له خپرېدو وروسته د همغه کال د اکتوبر په میاشت کې بنده کړای شوه.
استاد عبدالحی حبیبي له محمود طرزي څخه داسې نقل کوي او لیکلي یې دي؛ علامه سید جمال الدین د عرفان یو کان و، زما د اوو میاشتو استوګنه له علامه سید جمال الدین افغان سره د اویا کلونو سفر سره برابره ده.