سات تيريستاسې اند او نظر

موسی شفیق ۵۱ کاله وړاندې د دسمبر په ۱۲مه د افغانستان صدراعظم شو

محمد موسی شفیق د افغانستان پیاوړی سیاستوال، ښه لیکوال او د علم او پوهې خاوند و

له نن څخه 51 کاله پخوا د ۱۹۷۲ د دسمبر په ۱۲محمد موسي شفیق د افغانستان صدراعظم شو. تر دې یو کال وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ورسپارل شوی و.

شفیق نه یوازې ډیر پیاوړی صدراعظم او سیاستوال و، چې د ځینو په باور په وروستۍ یوه پیړۍ کې یې افغانستان لږ ساری لیدلی دی، بلکې ښه لیکوال هم و. د شهید شفیق په اړه د استاد ناصر شفیق دا لیکنه د ده د صدارت د یوپنځوسمې کالیزې په مناسبت د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي.

ارواښاد محمد موسی شفيق د مولوي محمد ابراهيم کاموي زوی، له اصله د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی او په ۱۳۰۸ لمريز کال کې د غبرګولي په پنځمه يې د کابل په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې. د ده پلار مولوي محمد ابراهيم کاموي او تره يې مولوي حبيب الرحمن ديوبندي د همدغې کورنۍ وتلي عالمان او د پلار تره يې ارواښاد لالا صيب د وخت يو ولی الله او روحاني شخصيت و.

مولوي ابراهيم د انګريزي ښکېلاکګرو په وړاندې د ننګرهار په سراج العمارت کې د جهاد فتوا ورکړی وه او خپله يې هم په جهاد کې فعاله ونډه درلوده. مولوي محمد ابراهيم کاموي، د اعليحضرت د واکمنۍ په وخت د لويې جرګې غړيتوب درلوده او د ستونزو د حل لپاره يې همېش رغنده وړانديزونه په ډېر جرئت سره کول او په همدغه وخت کې د (افغانستان جمعيت العلماء) ټولنې د لومړني رئيس او د (الايمان) مجلې مؤسس پاتې شو

د شهيد شفيق زده کړې او مسلکي وړتيا:

شهيد محمد موسی شفيق لومړنۍ زده کړې په کابل او کامه کې ترسره کړې او بيا يې وروسته د خپل پلار په خوښه د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې په زده کړو پيل وکړ؛ دوه کاله وروسته د کابل د دارالعلوم مدرسې په دروازه ورننوت؛ هلته يې دولسم ټولګی بشپړ کړ او مولوي ورڅخه راووت.

د مدرسې تر بشپړولو وروسته، په شاهي دارالتحرير کې مقرر شو. مرحوم شفيق وروسته د پوهنې وزرات له خوا مصر ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو، چې هلته بيا له زده کړو تر پاى ته رسولو وروسته امريکا ته هم ولاړ. په مصر کې يې په عدلي چارو کې د ماسترۍ او بيا يې د امريکا د متحده ايالاتو د کولمبيا په پوهنتون کې د پرتليزو حقوقو په برخه کې د ماسترۍ بل سند ترلاسه کړ او هم يې د نړۍ له مشهور پوهنتون ((هاروارډ)) څخه په بين المللي اړيکو کې يو سند ترلاسه کړ.

نور ولولئ: د احمدشاه بابا کور او مقبره او د میرویس نیکه مقبره رغول کېږي

نور ولولئ: نړۍ د مولانا محمد جلاالدین بلخي له نظره

ارواښاد محمد موسی شفيق په پښتو او دري ژبو سربېره، چې لومړنۍ يې د پلار او دويمه يې د مور ژبه وه، په روانه توګه په انګريزي او عربي ژبو هم غږېده او هم يې ليکنې پرې کولې. په مصر کې د هستوګنې پر مهال، د قاهرې ثقافتي چاپېريال يې په رسمي زده کړې سربېره، د ده فکري اړخ ته ډېره پراختيا ورکړې وه. هېواد ته له رارسېدو وروسته، په عدليې وزارت کې د قوانينو اداري لوی مدير وټاکل شو او هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې د نړيوالو او مقايسوي حقوقو د استادۍ دنده پر مخ بېوله.

په سفارتونو کې د موسی شفیق خدمات

شفيق په مصر کې د افغانستان د سفير په توګه پاتې شوی او په نورو بېلا بېلو هېوادونو کې، لکه لبنان او سوډان کې د سفير او په سفارت کې نورې دندې ترسره کړې دي؛ ښاغلی شفيق د پښتو ژبې ښه ليکوال او شاعر او په انګريزي ژبه هم ډېر ښه پوهېده؛ چې ورڅخه دوه کتابه (عبقريان او پيغام) د خلکو لاسته ورغلي دي، خو له دغو کتابونو سره سره، زياتې پښتو او فارسي ژبو بېلابېلې ادبي او هنري مقالې يې د وخت په خپرېدونکو اخبارونو، مجلو او جريدو کې خپرې شوې دي، چې لومړنۍ ليکنې يې پر ادبي او فرهنګي اړخونو او وروستيو کې يې ټولې ليکنې په نړيوالو مسئلو څرخولې دي، چې دا يې د مطبوعاتي هڅو يوه بېلګه بلل کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې، د خاصو نړيوالو او پرتله ييزو حقوقو د تدريس دنده د نورو دندو ترڅنګه پرمخ بېوله او دغې درنې دندې ته يې تر ډېره دوام هم ورکړ. په عدلي چارو کې بوختېدنه او د بهرنيو چارو په وزارت کې بېلا بېلې دندې هم د شهيد شفيق له مهمو دنده څخه شمېرل کېږي؛ چې لومړی په عدليې وزارت کې د قوانينو د عمومي مدير، بيا د تقنين د رئيس او وروسته د معينيت په دندو يې د يو په بل پسې خدمتونه ترسره کړي دي. نوموړي دغه چارې له نويو غوښتنو او ميتودونو سره برابرې ترسره کړې او د هېواد د قانون جوړونې بهير يې هم تر نړيوالو پوړيو ورساوه.

د ديموکراسۍ په لسيزه کې، چې کله د ۱۹۴۳ لمريز کال اساسي قانون جوړېده، نو ارواښاد شفيق د نورو مطرحو علمي او سياسي څېرو، لکه: سيد قاسم رښتيا، دوکتور عبدالصمد حامد، شمس الدين مجروح او نورو سره مل د تسويد د کميسون غړی وو؛ چې د شفيق په قوانينو پوهه، په دې لړ کې د نوموړي په دغه کار کې ونډه له بل هر چا څخه زياته جوتوي؛ کوم قانون چې د هېواد د قانون جوړونې په بهير کې له نورو دورو ډېر غښتلی او له شرايطو سره برابر قانون و او په همدې بنياد خو د بن د توافقاتو وروسته د هېواد اداره، تر نوي اساسي قانون جوړېدو پورې، په همدې قانون عياره شوه .

د بهرنيو چارو په وزارت کې دنده او صدراعظمۍ ته رسېدل: د بهرنيو چارو په وزارت کې يې د دندې پر وخت د افغانستان بهرنی سياست ډېر غښتلی کړ؛ په نړيوالو اقتصادي او سياسي سازمانونو کې برخه اخيستل او له نورو هېوادونو سره د ښو ديپلوماتيکو اړيکو برابرول، شفيق مونږ ته د يو ښه سياستپوه، نوښتګر اداره چي او د ښه ديپلومات په توګه راپېژني. شهيد موسی شفيق په ۱۳۵۱ لمريز کال کې نږدې د رايو په اتفاق د افغانستان صدراعظم وټاکل شو، چې د هېواد په معاصر تاريخ کې يې له ټولو کمه (۹ کسيزه) کابينه درلوده او د هېواد په جوړولو کې يې غوره کارونه پيل کړل. د کابينې لپاره يې په داسې شرايطو کې د باور رايه واخيستله چې د کمونيستي ګوندونو وکيلانو کلکه پتېيلې وه، چې لکه دوکتور عبدالظاهر يې له ګواښونو سره مخامخ کړی و، شفيق هم د باور رايې اخيستلو کې برياليتوب ته پرېنږدي، خو د ورځې ناوخته د زرنګار پارک له لوډسپيکرونو څخه د راډيو غږ واورېدل شو، چې ښاغلی شفيق د باور رايه په نږدې اتفاق سره واخيسته.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button