Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

ناروې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د طالبانو ډیپلوماټ نه مني

ناروې له طالبانو سره د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ددغه ډلې سره ډیپوماټیکې اړیکې راکموي

طالبانو د ناروې د شاهي دولت پر دغه پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د ناروې دغه اقدام به د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

ناروې ویلي دي چې د طالبانو هېڅ ډول استازی به په دغه هېواد کې ونه مني.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د ناروې دولت پر هغه پرېکړه خپګان ښودلی، چې له افغان مېرمنو سره د دغې ډلې د چلند له امله د دوی استازي نه مني او ډیپلوماټیک اړیکي ور سره کموي. طالبانو د ناروې له شاهي دولت غوښتي، چې دا ډول پرېکړې بايد «د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.»

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې کاله کېږي، خو نړیوالو تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندلي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې

ملګري ملتونه او د بشر حقونو سازمانونه وايي، د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې باید د جینوسایډ په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

له افغان مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د کړونو په غبرګون کې ناروې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو له لوري هر ډول معرفي شوی استازی به ونه مني.

نور ولولئ: ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده

نور ولولئ: چین: د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره له سیمو هېوادو سره مشورې کوو

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې د ناروې دولت پر دې پرېکړې خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د متقابل تفاهم او احترام پر بنسټ دیپلوماتیکه ښکيلتيا تاثير لري.

طالبان او قونسلي خدمتونه

طالبانو کونسلي خدمتونو ته لاس رسی د هر وګړي حق ګڼلی او زياتوي: «موږ ټول لوري جدي هڅوو، چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.»

خو طالبان په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پخواني حکومت استازي نه مني او پر کارونو یې محدوديتونه زيات کړي.

په ناروې کې د افغانستان د سفارت چارې د پخواني حکومت د چارواکو له لوري مخ ته وړل کېدلې، چې د سپتمبر په ۱۲ مه د طالب چارواکو په غوښتنه وتړل شو.

طالبان د ۱۴۰۰ کال په زمري مياشت کې پر افغانستان واکمن شول، چې د څه باندي درېيو کلنو په تېرېدو تر اوسه هيڅ یوه هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button