Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستانسیمه‌ییز

نجونو پر زده کړو بندیز؛ له کابل پوهنتون ۲۵۰۰ نارینه محصلان فارغ شوی

تېره ورځ له کابل پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۲۵۰۰ محصلان فارغ شول، خو د دوی ټولیګوالې په کورونو کې پاتې شوې

طالبان له شاوخوا دوه نیم کاله حکومتوالۍ وروسته بیا هم حاضر نه دي چې نجونو ته اجازه ورکړي تر څو زده‌کړې وکړي او یا هم د کار اجازه ولري.

د رسنیو په راپورونو کې لیدل کېږي چې هغه نجونو په سرو سترګو ژاړي چې دوی په کورونو له نیمګړو زده کړو سره پاتې شوې او نارینه همزولي ټولیګوال یې فارغ شول او د فراغت جشن یې ونیوه.

د نجونو پر لوړو زده‌کړو او پوهنتون ته د دوی پر تګ د لګېدلي بندیز له یو کال تېرېدو سره هم‌مهاله، تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د ۲۵۰۰ نارینه زده‌کړیالانو د فراغت غونډه ونمانځله.

داسې ښکارېده چې طالبانو دا فراغت غونډه له ځان‌ښودنې لپاره نیولي وه

په دغې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دغې ډلې د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد او د دوی د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم هم ګډون کړی و.

ندا محمد ندیم په دغه غونډه کې ويلي، چې ډله یې په هېواد کې د زده‌کړو پراختیا او پرمختګ ته ژمنه ده او په وینا یې« که څه هم بهرنیان د هېواد د پرمختګ په برخه کې ځینې وړاندیزونه لري؛ خو په حقیقت کې زموږ د پرمختګ غوښتونکي نه دي.»

نور ولولئ: سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا لوستي او د لوړو زده‌کړو فارغان د هېواد له پاره اړینه پانګه بللې ده.

د ښځو د زده کړو د بندښت امر

خو دوی د خپلو دغو څرګندونو خلاف؛ تېر کال په ډسمبر میاشت کې د یوه مکتوب په خپرولو سره ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ، چې تر امرثاني په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډېدې.

د دغه خبر په خپرېدو د کابل د طب پوهنتون یوې زده‌کړیالې خپل ځان وواژه، د پوهنتون ځینو استادانو استعفاوې ورکړې او نارینه زده‌کړیالانو هم خپلو ټولګیو ته له تګ ډډه وکړه؛ خو دغه ټول اعتراضونه بې پایلې وو.

که څه هم دغه پرېکړه او بندیز د نورو بندیزونو يه څېر تر نړۍوالې کچې وغندل شو؛ خو د یو کال په تېرېدو لا هم دوی له خپلې پرېکړې نه دي په شا شوي.

سره له دې چې ملت او د نجونو وارثان له طالبانو برابر غوښتی تر څو د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي خو تر اوسه یې د پرانیستلو هیڅ څرک نه ښکاري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button