افغانستانسیاست

واشنګټن: “طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زموږ ملګري دي”

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سلاکار او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې عالي رییس، سبسټیان ګورکا په یوه ناسته کې ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې امریکا سره په «منځنۍ کچه» همکار دي.

ګورکا دا خبرې د «ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژۍ تګلارې چوکاټ» په یوه پنل کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې ښایي دا خبره زما له خولې عجیبه ښکاري، خو طالبانو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زموږ همکاري کړې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ چې د دوحې قرارداد کې پټې ضمیمې هم شته، باور ښودل کېږي افغانستان کې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښوونکو «ترهګرو ډلو» پر ضد مبارزه د پټو ضمایمو برخه ده.

د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر غني مرستیال، امرالله صالح هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټينګار کړی، چې که د دوحې پټ ضمایم د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه وي، ولې یې طالبان نه ښکاره کوي؟

دغه راز سبسټیان ګورکا زیاته کړې چې طالبانو سره د افراطي ډلو پر ضد جګړه کې بشپړه همغږي نشته، خو په دې اړه کار روان دی، ځکه له دې ډلو یې ځينې طالبانو ته هم ګواښ دي.

د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګه چې اوس افغانستان کې باور ښودل کېږي، د څه باندې ۲۰ فعالو ترهګرو ډلو له منځه قوي ده، طالبان یې وخت ناوخت پر وړاندې د سختو عملیاتو خبر ورکوي.

سبسټیان ګورکا په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه ډېرې د باور وړ ژمنې شته، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. خو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې امریکا سره د طالبانو د همکارۍ خبره نوې نه ده.

څو میاشتې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو هم وویل، چې کله یې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر طالبانو غږ کړی، «ډېره ښه همکاري» یې کړې ده.

طالبانو تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي چې امریکا سره په کومه کچه د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button