هنر او ادب

ټایګر۳ د کترینه کیف او سلیمان خان نوی فلم

ددې فلم ځینې برخې په سینماګانو کې د هنر او فلم مینه‌والو ته وښودل شوې

ټایګر ۳؛ د هند او پاکستان استخباراتي کړنو په اړه د سلمان خان نوی فلم دی چې زیات ټیکټونه یې هم پلورل شوي دي.

د بالیووډ “سلطان” سلمان خان “ټایګر ۳” فلم د یکشنبې په ورځ د هندوانو تر ټولو مشهور جشن “دیوالي” په ورځ د هند په سینماګانو کې په پراخه کچه نندارې ته وړاندې شو.

نور ولولئ: عجیب او غریب: ایا ایشوریه رای له ونې سره واده کړی و؟

له مخکې د ټکټونو اخیستلو د شمېر له پلوه، دا تر اوسه د سلمان خان درېیمه ستره پرانیسته بلل کېږي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه فلم په هند کې په لومړۍ ورځ ۴۰۰ میلیونه هندي روپۍ ګټه کړې، په داسې حال کې چې تر دې مخکې د سلمان خان فلم ‘بھارت’ ۴۲۰ میلیونه او پریم رتن دھان پایو څه باندې ۴۰۰ میلیونه کلدارې ګټلې وې.

د یاد فلم څومره ټیکټونه پلورل شوي دي؟

د فلمونو مشهور کره کتونکی او د فلم د سوداګرۍ کارپوه ترن ادرش پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، د دې فلم ۲۷۱۰۰۰ ټکټونه پلورل شوي، په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ (نن) تر ۱۰۰۰۰۰ زیات ټکټونه مخکې له مخکې اخیستل شوي دي.

د هغه په وینا دا فلم په ځانګړې توګه د شپې ۱۲ بجې نندارې ته وړاندې شوی دی. تر دې وړاندې په ممبۍ کې هېڅکله د فلم لیدلو لپاره دومره لیوالتیا نه وه.

د یش راج فلمز تر چتر لاندې جوړ شوی دا فلم د ادیتیا چوپړا لخوا جوړ شوی او د دې فلم لارښود یا ډایرېکټر منیش شرما دی.

په دې فلم کې د سلمان خان تر څنګ کترینه کېف او عمران هاشمي هم لوبېدلي. او دا په ۲۰۱۷ کال کې د “ټایګر زنده هی” فلم دویم پړاو بلل کېږي.

د ټایګر۳ فلم په زړه پورې کیسه

دا فلم هم د لومړي فلم په څېر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) او د هند اتخباراتو (را) تر منځ د پټو پروژو پر کیسې ولاړ دی. په فلم کې سلمان خان د هندي جاسوس رول لوبولی او عمران هاشمي د پاکستاني ادارې د مشر رول لوبولی دی.

په دې فلم کې د هند بل فلمي ستوري شاه رخ خان چې د بالیووډ پاچا بلل کېږي، یو کوچنی رول لري.

دغه راز بل فلمي ستوری ریتک روشن هم د مېجر کبیر دهلیوال په رول کې د میلمه په توګه راڅرګند‎ېږي. دا فلم چې په هندي، تامیل او تیلګو ژبو جوړ شوی د یکشنبې په ورځ د هند په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

په ټولنیزو رسنیو کې له ډېرې مودې راهیسې د دغه فلم په اړه ګونګوسي روان وو او د سلمان خان مینه وال دې فلم ته په تمه وو.

د شاه رخ او سلمان خان مینه وال تل هڅه کوي چې له یو بل څخه مخکې شي، داسې لکه په فوټبال کې د میسي او رونالډو مینه وال او یا هم په کرېکټ کې د ویرات کوهلي او روهیت شرما مینه وال یو د بل په پېغورونو کولو لیدل کېږي.

نور ولولئ: په نیټ‌فلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه

په ټولنیزو رسنیو کې د ټایګر ۳ فلم هشټګ د هغه له اعلانونو سره ډېر خپور شوی دی. او له تېرې ورځې راهیسې مینه وال د فلم د کیسې او لوبغاړو په اړه خبرې کوي.

د سني شاینس په نوم یوه کاروونکي د فلم په اړه د لوړ پوړي ژورنالیست ابهیسار شرما نظر شریک کړی او لیکلي یې دي “کله چې د اکشن فلمونو خبره راځي سلمان خان د بالیووډ رسمي پلار دی. هیڅوک نشي کولای له هغه سره سیالي وکړي.”

ابهیسر شرما وايي، له ډیرې مودې وروسته مې داسې یو فلم ولید چې د یوې شیبې لپاره مې هم له پردې سترګې پټې نه کړې. ایا دا فلم د پټان څخه ښه دی؟ یقینا له پټان څخه غوره دی. دا نه یوازې د پټان پرتله ښه دی، ان له ټولو هغو اکشن فلمونو خورا ښه دی چې سږکال تر دې دمه راوتلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button