په زړه پورېروغتیا

ټوله اونۍ کې په ورته وخت کې د ویده کېدو ګټې

څېړنې ښیي که منظم او پر وخت خوب ونه لرئ نو روغتیايي ستونزې درته پیدا کېږي

یوه نوې څېړنه سپارښتنه کوي چې د کاري او استراحت ورځو ترمنځ د خوب کولو عادتونو کې کوچني توپيرونه د انسان په کولمو کې غیر صحي باکتریایي بدلونونه رامنځته کوي.

بریتانوي څېړونکو دا څېړنه په هغو خلکو ترسره کړې چې د دا ډول ټولنیز عادت ترڅنګ یې خوراک او ځښاک هم کمزوری وي.

نور ولولئ: ښه خوب مو پر روغتیا مثبت اغېز کوي

دې عادت ته د “سوشل جېټلګ” کلیمه کارول شوې، یعنې هغه خلک چې د اونۍ د پای رخصتیو کې په ټاکلي وخت نه وېده کېږي، پر سبا یې له خوبه ناوخت پاڅېږي او بله شپه بیا د اصلي کاري ورځو په شان د شپې خوب نه ورځي.

څېړنه په ډاګه کوي چې د خوب دا ډول ګډوډول، په روغتیا منفي اغیز لري.

له خوبه پر منظم پاڅېدو ټینګار

څېړنه سپارښتنه کوي چې د خوب او له خوبه د پاڅېدو وختونه باید منظم وساتل شي، ترڅنګ یې د خوړو رژیم هم متوازن وي، نو دا عادت د ډېرو ناروغیو خطر را کمولی شي.

د لندن د کینګز کالج ساینس پوهانو دا څېړنه په نژدې زرو ځوانانو ترسره کړې او موندلې یې ده چې ان د یوې عادي اونۍ په لړ کې د شپې خوب د ۹۰ دقیقو توپیر، کولای شي د انسان په کولمو کې ګټورې باکتریاوې اغېزمنې کړي.

روغتیا پالان وایي د انسان په هاضمې سیسټم کې د ډول ډول باکتریاوو د پراخې لړۍ شتون ډېر مهم دی.

ځینې یې د نورو پرتله غوره دي، خو د سم مخلوط ترلاسه کول د یو شمېر ناروغیو مخنیوي لپاره ډېرې مهمې او بنسټيز رول لري.

دغه نوې څېړنه په ډاګه کوي، د بریتانیا نژدې ۴۰ سلنه وګړي له دې برخې اغېزمن دي، چې ډېره برخه یې هم تنکي هلکان او ځوانان دي.

د پخوانیو څېړنو موندنې

مخکینیو څېړنو بیا موندلې هغه خلک چې دا ډول عادت لري د هغو پرتله چې د خوب وخت یې ډېر منظم وي لږ فایبر لرونکي خواړه خوري.

مخکېنیو څېړنو بیا موندلې، غیرمنظم خوب ددې لامل کېږي چې د انسان وزن زیات، ناروغه او ذهني ستړیا سره مخ شي.

ددې څېړنې مشره ډاکټره کېټ برمنګم وایي:” نامنظم او لږ خوب د انسان پر ټاکنو اغېز کوي، او دا ډول خلک ډېره لېواله وي چې لوړ کاربوهایډریټ یا ډېر خواږه خواړه وخوري.”

نور ولولئ: د خه خوب لرلو لپاره څو اړین او اغېزناک ټکي

څېړونکو دا رنګه موندلې چې ددې ډول خلکو په کولمو کې له شپږو درې ډوله باکتریاوې ډېرې وې، ورسره د خوړو یې رژیم کمزوري، چاغوالی او پړسوب یې زیات او د زړه سکتې ګواښ یې هم لوړ وي.

د کینګز کالج څېړونکې ډاکټره سارا بېري وایي: ” د خوب منظم ساتل، یعنې کله چې د خوب ځای ته ځو او بیا چې سهار را پاڅېږو دا ټول د ژوند په کړنلاره پورې اړه لري او باید ورسره سمون ولري دا کار به ستاسو د روغتیا سره ډېره مرسته وکړي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button