پاکستان؛ ولسمشر یې قومي اسامبلي منحل اعلان کړه
						د پاکستان ولسمشر ددې هېواد له لومړي وزیر سره په مشوره قومي اسامبلي لغوه کړه
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره هغه اعلامیه لاسلیک کړه، چې له مخې یې د دې هېواد قامي اسمبلۍ منحل شوه. له دې سره د ښاغلي شریف کابینه هم منحل شوه.
د پاکستان منحل شوې قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې د ۲۰۱۸ کال له ټولټاکنو وروسته د هماغه کال د اګست پر ۱۳ مه کار پیل کړ او د قانون له مخې یې پنځه کاله د روانې اګست میاشتې پر ۱۲ نېټه شپې ۱۲ بجې وخت پوره کېده، چې له ټاکلې مودې درې ورځې مخکې منحل کړل شوه.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر واک
د پاکستان اساسي قانون د ۵۸ مادې له مخې لومړی وزیر ولسمشر ته مشوره ورکوي چې اسمبلۍ منحل کړي، خو د سمري یا اعلامیې د لاسلیک واک ولسمشر لري. د همدې قانون له مخې به دریو ورځو کې د ښاغلي شریف او په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر راجا ریاض په مشوره لنډ مهال لومړی وزیر ګومارل کېږي، خو تر هغه پورې به ښاغلی شریف رسماً دندې ته دوام ورکوي.
نور ولولئ: پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې څه کېدای شي؟
د قانون له مخې به دریو ورځو کې لنډمهال لومړی وزیر ګومارل کېږي، چې د ټولټاکنو لپاره به چارې پر مخ بیايي. له دې مخکې د پاکستاني پارلمان ولسي جرګه کې د اپوزېسیون مشر راجا ریاض د لنډ مهال لومړي وزیر پر نامه د اختلاف په هکله له جیو خصوصي ټلویزیون سره مرکه کې وویل، هیله یې دا ده چې نن به په دې هلکه له ښاغلي شریف سره خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: ”نن چې پارلمان منحل شي، درې ورځې وخت لرو او په دې ترڅ کې به موږ په شریکه د سرپرست لومړي وزیر په هکله سلا، مشورې وکړو. ”
عمران خان همدې پارلمان څنګه بې واکه کړ؟
اپوزېسیون مشر راجا ریاض وايي، د لنډ مهال لومړي وزیر په هکله له شهباز شریف سره مشوره کوي.
د پاکستان منحل شوې قامي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال له ټولټاکنو وروسته تشکیل شوه، چې اکثریت پکې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند غړو او متحدینو یې و، خو ۱۶ میاشتې مخکې بیا عمران خان له همدې پارلمانه د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، چې پایله کې یې شهباز شریف لومړی وزیر وټاکل شو.
له هغه وروسته چې د ګڼ شمېر ګوندونو اپوزېسیون اتحاد (پي ډي ایم) عمران خان له واکه بې برخې کړ، د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړو هم د پارلمان له غړیتوبه استعفاوې وکړې.
				


