پر کورنۍ او نورو اړیکو د ټولنیزې یا سوشل میډیا منفي اغېزې
ټولنیزه میډیا بوختوونکي نړۍ ده چې حقیقي اړیکو ته وخت نه ورکول کېږي او له دې امله زیان مومي
که څه هم ټولنیزې رسنۍ مثبتې خواوې هم لري، خو پر دې سربېره منفي اړخونه یې هم شته چې هغه د کورنیو او نورو اړیکو اغېزمنتیا ده.
د ټولنیزو رسنیو منفي اړخ دادی چې په حقیقي ژوند کې له کورنۍ او نورو دوستیانو سره د اړیکو وخت محدودوي. له همدې امله موږ ارتباط بایلو او په پایله کې یې مخالفت راولاړېږي او بالاخره اړیکې زیانمنې کېږي.
د ژوند ملګرې ته لږ وخت ورکول
د سوشل میډیا ډېر کارول کېدای شي چې ستا او ستاسو د ژوند ملګرې ترمنځ هغه ارزښتناک وخت زیانمن کړي چې تاسو یو او بل ته په کې مینه ورکوئ. دغه اړیکه ځکه داغداره کېږي چې تاسو په سوشل میډیا کې بوخت یاست او هغه ارزښتناک وخت له لاسه ورکوئ چې ستاسو مېرمن ورته اړتیا لري.
منفي پرتلنه
د سوشل میډیا بل منفي اغېز دادی چې موږ په خپل ژوند کې اړیکې له منفي اړخه پرتله کړو. دا پرتلنه امکان لري چې د خپلې مېرمنې او خاوند، د کورنۍ د نورو غړو او همداشان د خوږو دوستانو ترمنځ وي.
نور ولولئ: پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې
نور ولولئ: پر ټولنه د سوشل میډیا اغېزې
د سوشل میډیا زیات کارول کېدای شي چې ستاسو په رومانټیک ګډ ژوند اغېز پرې باسي، ځکه ته په حقیقي ژوند کې له هغه څه څخه چې ستا لپاره هره ورځ مهم دي، نه ترسره کوې بلکې په مجازي نړۍ کې ځان درنه ورک دی.
همدا بوختېدنه ده چې ورو، ورو مو له مېرمنې او نورو سره اړیکې واټن پیدا کوي او بالاخره شکونو ته لار هواروي.
حسد ته لاره هوارول
روانپوه کارل وايي، د کورنیو تر منځ حسد زیاتېدل او مخالفتونه راپورته کېدل د عاطفي اړیکو د له منځه تلو پایله ده. دی زیاتوي چې که چېرته یوه کورنۍ خپلو اړیکو ته پوره وخت ورکړي، کېدای شي دغه حسد، بدګومانۍ او کرکه راکمه شي.
د کارل په خبره که تاسو د سوشل میډیا کارول راکم کړئ، کورنۍ او دوستانو ته په اړیکو کې وخت ورکړئ، نو کولی شئ چې د اړیکو د ترینګلتیا مخه ونیسی او ژوند مو ښایسته شي.
د نن سبا ځوانان په سوشل رسنیو کې دومره بوخت دي چې که یو ملګری ورسره مېلمه شي، نو کوربانه د خوب تر وخته ترې مبایلونو کې مصروف وي. راغلی مېلمه په زړه کې له کرکې ډک تصمیم نیسي، چې بله ورځ ورکره نه راځم.