سپورټ

چمپینز ټرافي؛ افغانستان نیمه پای لوبې ته جدي کاندید دی

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

افغانستان وروسته له هغه چې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځني  نړیوال جام کې د پاکستان او انګلستان د مهمو ټیمونو په وړاندې سخته لوبه وکړه او بیا د ۲۰۲۴ کال شل‌اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبو ته په تاریخي هڅه کې، دوی استرالیا او نیوزیلینډ مات کړل، افغانستان د چمپینز ټرافي ته د نیمه پایلوبو د قوي سیالانو په توګه ننوځي.

دا وړاندوینه د دوه اړخیزو او ډي ای  لوبو په وروستیو ریکارډونو باندې ولاړه ده (لاندې وګورئ) چې د دوی بډایه فارم روښانه کوي.

افغانستان په پاکستان (کراچۍ او لاهور) کې ټولې درې ګروپي لوبې کوي چې په دې کې به  سپین بالر مهم رول ولوبوي.

د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکی الله محمد غضنفر په ملا کې د درد له امله له دغه سیالیو بهر شوی دی.

خو ددې تر څنګ افغانستان غښتلي او ډول، ډول توازن لرونکي سپېنر بالران چې په دې کې ستوری او تجربه لرونکی لوبغاړی راشد خان، محمد نبي، ناصر احمد او ننګیال خروټی دي.

هغه کمزورۍ چې افغان لوبډله یې لري، د هغه پر وړاندې یې له اوله مبارزه کړې ده.

د افغان لوبډلې تر ټولو قوي او غوره توپوهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button