نړیوال خبرونه

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید اسلام‌اباد د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې

د پاکستاني دیپلوماتانو امنیت

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د پاکستان ډېپلوماټانو او وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت پر لور له ډزو وروسته اسلام‌اباد د دې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې. دې وزارت په یوې خپره شوې اعلامیه کې لیکلي: «د افغانستان سرپرست حکومت باید په سمدستي توګه د دې برید په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي، عاملین یې ونیسي، حساب-کتاب ورسره وکړي او په افغانستان کې د پاکستاني ډېپلوماټانو او وګړو د خوندیتوب او امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی، خو یو ساتونکی یې ټپي شوی دی. هغه پر ټویټر دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده: «په کابل کې د پاکستان سفارت پر شارژدافیر دا وحشیانه برید په کلکه غندم… د دې وحشیانه عمل د ژر تر ژره څېړنو او عاملانو ته د سزا غوښتنه کوم.

نور یی ولوله | د متحده عربی اماراتو ملي ورځ

نور یی ولوله | افغانستان کې دوه د انسټاګرام تر ټولو پر نفوزه شخصیتونه

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن (جمعه) مازديګر مهال د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې د پاکستان سفارت په لور له يوې ودانۍ څخه ډزې وشوې. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، امنيتي ځواکونو سیمې ته له رسېدو وروسته د ډزو د دوام مخه ونيوله چې د تصفيوي عملياتو په لړ کې له دې ودانۍ يو شکمن کس نيول شوی او دوه ميله سپکې وسلې هم تر لاسه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې “د پاکستان سفارت پر لور ډزې او ناکامه برید” هم غندلی دی. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر په یوې اعلامیه کې لیکلي، اسـلامـي امـارت به هېڅ‌کله “مغرضو کړیو” ته اجازه ور نه‌کړي چې په کابل کې د ډېپلوماټيکو ماموريتونو امنيت وګواښي. نوموړي لیکلي: «امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي، د عاملینو تر پېژندلو وروسته به قانوني جزا  ورکړل شي

له دې سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم دا برید غندلی او پر خپل ټویټر یې لیکلي چې د دوی د ډېپلوماټانو خوندیتوب او امنیت ورته مهم دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما په یوه ټویټ کې هم دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې . سفارتونه” باید د نړیوال قانونه له مخې خوندي اوسي. تر دې دمه هېڅ کس او هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button