نړیوال خبرونه

ګا ک شرکت ته د افغان سوداګرو هر کلی

د افغانستان د سوداګرۍ خونه

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د “افغانستان په هوايي حریم کې د الوتکو د لارښوونو د خدمتونو وړاندې کولو” تړون د کابل او ابوظبۍ تر منځ د اړیکو په ښه کولو کې مهم ګڼي. د دې شورا غړي په‌دې اند دي چې له دې تړون سره به د هوايي چلند ستر شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

بل لور ته یو شمېر سوداګر وايي، چې نوی تړون به په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي. د دې شورا رییس په دې باور دی،چې له دغه تړون سره به سوداګرو ته د متحده عربي امارتو د وېزې د ورکړې ستونزه حل شي. په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخیل وايي: «له دې تړون سره به افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي او له دې سره به له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې نورې هم ښې شي

د دوی په حرکت مثبت اغیزه

د دې شورا شمېرې ښيي چې په عربي متحده اماراتو کې د سوداګرو په ګډون درې سوه زره افغانان ژوند کوي او دغه نوی تړون به د هغوی پر تګ راتګ مثبت اغېز وکړي. سوداګر جمال ناصر عبادي وايي: «دا تړون نږدې ۴۰۰ مېلیونه ډالره دی چې زموږ ځوانانو ته به ورسره هم کار پیدا شي او تخنیکي او مسلکي کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي او له دې تړون سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ راکړه ورکړه هم ډېره شي

نور یی ولوله | د جینکو د ښونځیو پره پرانیستلو د سیاسیونو ټینګار

نور یی ولوله | پاکستان افغانستان د ټرانریټ لپاره اسنتیاوې رامنځته کوي

دا په داسې حال کې ده چې د پنج‌شنبې په ورځ د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شو. د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وايي: «د افغانستان ټوله ګټه مو تحلیل او ارزولې ده او ګاک کمپنۍ چې موږ ته کوم شرایط وړاندیز کړي، د افغانستان غوره ګټې ټینګوي او د کار کیفیت تضمین هم تامینوي

د نړیوالو چارو شنونکی په دې باور دی

خو د نړۍوالو چارو یو شنونکی په دې باور دی چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو ښه والی د دغو غوښتنو پوره کولو ته اړتیا لري. د نړۍوالو چارو شنونکی مهدي افضلي وايي: «اصلي عنصر د افغان ښځو او نجونو زده‌کړې دي، درېیم د له ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول دي او څلورم عنصر له نړۍ سره خبرو ته تن ورکول دي

د افغانستان په فضا کې د الوتکو د لارښوونې د خدمتونو لس کلن تړون د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی دی او دغه شرکت به د هوایي ډګر د کارکوونکو د  ظرفیتونو پر لوړاوي سربېره د الوتکو د لارښوونې لپاره اړین تجهیزات هم وپېري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button