هنر او ادب

ابراهبم عابد: د خپل وطن خپله مزه وي

د افغانستان مشهور کومیډین ابراهیم عابد چې تېر کال د اګست په میاشت کې له سقوط وروسته امریکا ته تللی و او بیا له څو میاشتو وروسته بېرته راستون شو، په یوه تازه مرکه کې یې په امریکا کې د خپل ژوند او بېرته افغانستان ته د راستنېدو په اړه خبرې کړې دي.

ابراهیم عابد د وطن په اړه 

نوموړي په خپله دغه تازه مرکه کې د بهرنیو هېوادونو د ژوند په اړه وايي، چې بهر ژوند ډېر له اسانتیاوو څخه ډک دی، خو هلته په ژوند کې ارامښت یا ارامي نشته دی. که ټوله امریکا یا کاناډا ستا شي، قواله درته درکړي، خو چې ته پکې خوشحاله نه یې، نو څه به یې کوې، چې ته پکې ارام نه یې، نو څه به یې کوي. ابراهیم عابد وویل، چې خدای دې زموږ هېواد جوړ کړي چې ټول هېوادوال چې په بهرنیو هېوادونو کې دي چې بېرته راستانه شي. کله چې به په افغانستان کې له چا سره مې په زنګ خبرې کولې، نو ژړل به مې. هلته بل کار نشته دی، یا به ژاړې او یا به منډې وهې.

نوموړی وايي، چې کله به مې مور راته زنګ وکړ، نو راته به یې وویل، چې بچیه ته خو لاړې، که زه ناروغه شم ډاکټر ته به مې څوک بیايي، پلار خو دې خښ کړ، خو ما به څوک خښوي. د دغه خبرو کولو پر مهال ابراهیم عابد بې واره په ژړا کېږي او له سترګو څخه یې اوښکې روانېږي. نوموړی مخکې وايي، یو خوا د وطن څخه لیرې والی وي، بل خوا دې مور، چې وطن کې هېڅوک هم نه لري، د ماشومانو مشکلات بیا بیل دي، دا هر څه ډېر سخت دي

نور یی ولوله | عجیب او غریب: ایا ایشوریه رای له ونې سره واده کړی و؟

نور یی ولوله | د شاه رخ خان میرمنې ګوري خان په ټلویزون هم خپل کیریر پیل کړ

خپل وطن ګل وطن .

ابراهیم عابد وویل، چې هلته یو ملګری، چې ۶ کاله یې تېر کړي و، ترې پوښتنه یې وکړه، چې دا ۶ کلونه یې څنګه تېر کړل، نو هغه ورته وویل، چې ډېر په سختۍ سره یې تېر کړل. هغه وویل، هغه کس سټریس درلود، ډېر شیان یې له یاده وتل، ژر به غصه ورتلله، که به دې مور وریاده کړه، ژړل به یې، که به دې ماشومان وریاد کړل، ژړل به یې، خو د بېرته راتګ توان یې نه درلود، یا نه شو راتللی، هر څه مشکل چې یې درلود، الله پوهېږي.

هغه همدا راز وویل، چې هلته د دغه کس ټول عمر په ژړا تېر شوی و، راته یې وویل چې شپږ کاله مې په ژړا تېر کړي دي، سکون مې نه دی لیدلی، ارام مې نه دی لیدلی، ما ورته وویل نو بیا دغلته پروت ولې یې. ابراهیم عابد همدا راز وايي، هلته سکون نشته، ارامي نشته، بس هلته خلک ګټي او بیا یې خپلو کورنیو ته رالېږي، ما فکر وکړ چې زه به هم ټول عمر ژاړم، زما به ماشومان یادېږي، مور به مې یادېږي، نو ژاړم به؟ هلته بله د حل لاره نشته دی، ماسره ډېر ملګري و، چې هغوی به پټ پټ ژړل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button