ځایی

اسلامي امارت هېواد ته د راستنو شویو کسانو د امنیت نیولو ډاډ ورکوي

اسلامي امارت د دوی امنیت تامینوي

په وروستیو نږدې دوو اوونیو کې د مخکیني حکومت څو چارواکي چې له هېواد نه تللي وو، له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په بلنه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. اوس اسلامي امارت د دوی د امنیت نیولو ډاډ ورکوي.

بل خوا انس حقاني چې له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غړی دی، وایي، چې هېواد ته د سیاسي څېرو د بېرته راستنېدو بهیر په عادي توګه روان دی.د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وايي: «هر کله چې یو اړخ بریالی کېږي، پر بل لوري خپل فکر تحمیلوي او دا په افغانستان په کې معمولي خبره شوې ده، یو اړخ چې راغلی پر بل یې فشار راوړی او دا زموږ لپاره نېک‌مرغي ده چې دا ډول تجربې نورو ته په میراث پرېنږدو.»

 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «دا چې څوک په قدرت کې وي یا نه‌وي او زموږ څلوېښت مېلیونه نفوس ته خو څوکۍ او قدرت نه رسېږي، خو دا په دې مانا نه‌دی چې ټول سره پردي شو.»

 نور یی ولوله | د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله د نړۍوال بانک اندېښنه

 نور یی ولوله | بلخ ولایت کې د نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز جوړېدل

د افغانستان برښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب، د مخکیني حکومت په پارلماني چارو کې دولت وزیر فاروق وردګ، د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال حسن مبارک عزیزي او د مخکیني حکومت د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هغه کسان دي، چې اوس اوس هېواد ته راستانه شوي دي.

پخوانی حکومت هیواد ته راستانه شوی دی

د ټرانسپورټ وزارت پخوانی معین حسن مبارک عزیزي وايي: «کومې خبرې چې په تاشکند، دوشنبې او اسلام‌اباد کې کېږي، غوره به وي چې په افغانستان کې دننه وشي.» له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په وینا، تر اوسه د مخکیني حکومت شپاړس سیاسي څېرې او علمي کادرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي: « له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون چارې دوام لري او له یو شمېر کسانو سره مو اړیکې نیولې دي چې هېواد ته راستانه شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button