اسلامکلا بندر کې اور؛ ۱۵ د تېلو ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي

اسلامکلا بندر کې اور د عملیاتي ټیمونو او امنیتي ځواکونو له هڅو وروسته مهار شوی؛ چارواکي وايي، ۱۵ د نفتي توکو ټانکرونه بشپړ سوځېدلي او درې نور زیانمن شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، اسلامکلا بندر کې اور له پرلهپسې هڅو وروسته په بشپړ ډول مهار شوی، خو په پېښه کې د نفتي توکو ۱۵ ټانکرونه سوځېدلي او درې نور زیانمن شوي دي.
اورلګېدنه د چهارشنبې په ماښام د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې رامنځته شوه. چارواکي وايي، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته عملیاتي ټیمونه سیمې ته ورسېدل.
اور څنګه مهار شو؟
د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي امر قاري حذیفه ویلي، عملیاتي ټیمونو د امنیتي ځواکونو او اړوندو ادارو په همکارۍ د اور د مهارولو او نورو برخو ته یې د خپرېدو د مخنیوي هڅې پیل کړې.
د هغه په وینا، اسلامکلا بندر کې اور له پرلهپسې عملیاتو وروسته په بشپړ ډول مهار شو او نورو سیمو ته یې د پراخېدو مخه ونیول شوه.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې د نفتي توکو ۱۵ ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي، په داسې حال کې چې درې نور ټانکرونه په جزوي ډول زیانمن شوي دي.
چارواکي وايي، د اور تر مهارېدو وروسته هم عملیاتي ټیمونه په سیمه کې پاتې دي او د احتمالي بیاځلي اورلګېدنې د مخنیوي لپاره ساحه څاري.

اسلامکلا بندر کې اور؛ د اورلګېدنې لامل لا نه دی معلوم
تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی مشخص شوی او د اوښتو مالي زیانونو کره اندازه هم نه ده معلومه.
مسوولین وايي، د اسلامکلا بندر کې اور د لامل او زیانونو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د ارزونو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات خپاره شي.



