سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

اسلام اباد د سراج الدین حقاني پاکستانی پاسپورت لغوه کړ

که څه هم اکثره طالب مشران پاکستانی تابیعت لري، خو تازه یې د سراج حقاني پاسپورټ لغوه کړی دی

جیونیوز وايي د پاکستان حکومت د طالبانو کورنیو چارو د وزیر “پاکستانی پاسپورټ” لغوه کړی دی.

حقاني دغه پاسپورت له امریکا سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته د سفر لپاره کارولی و.

خو حقاني ته يوه نږدې سرچينه وايي، چې نوموړي هېڅکله پاکستانی پاسپورټ نه درلود او هېڅ هېواد ته يې سفر نه دى کړى.

نور ولولئ: سراج حقاني وايي، د نجونو د زده‌کړو اختلافي مسئلې ته مناسب حل لټوي

د پاکستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۵مه» په خپلو راپورونو وویل چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له ښاغلي حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت لغوه کړی دی.

دغه رسنۍ وايي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پر مهال د لومړي ځل لپاره د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ کارول شوی و.

قطر ته د هغه د سفر په اړه

تر اوسه پورې قطر ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه هیڅ کوم راپور نه دی خپور شوی.

نوموړی تل د یوې مرموزې څېرې په توګه پیژندل شوی، چې امریکا یې د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.

نور ولولئ: سراج حقاني د افغانستان واک د علماوو په لاس کې بولي

سراج الدین حقاني ته یوې نږدې سرچینې د پاکستاني خبریالانو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه د بندیزونو له امله نورو هېوادونو ته سفر نه شو کولای.

دغې سرچينې ويلي، چې امريکا ته د هغه د نيول کېدو او سپارلو امکان و، نو ځکه يې پاکستاني پاسپورټ ته اړتيا نه درلوده.

دوی زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته څلورو هېوادونو د کورنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې دغو هېوادونو ته سفر وکړي، خو حقاني د بندیزونو له امله دغه بلنې نه دي منلي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر مهال د طالبانو د پلاوي مشر عبدالغني برادر په ۱۳۹۷ کال کې له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی و.

دا پاسپورټ په پېښور کې ورکړل شوی و

په هغه وخت کې دا روښانه نه وه چې هغه او مل پلاوي یې د کوم هیواد په پاسپورټ دوحې ته تللي وو.

نامتو پاکستاني خبریال عمر چیمه ویلي، حکومتي څېړنې ښيي چې سراج الدین حقاني ته پاسپورټ له پېښوره صادر شوی و.

هغه ادعا وکړه: «هغه کارکوونکي چې دا پاسپورټ یې صادر کړی، ویلي چې سراج الدین حقاني ته یې د پوځ د یوه جنرال په ټیلیفوني امر پاسپورت ورکړی دی.»

دغو څېړنيزو خبريالانو ويلي، چې د رسمي شمېرو له مخې څه باندې ٣٠ زره افغانانو پاکستاني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button