نړیوال خبرونه

اشرف غني دطالب بندیانو خوشې کولو حکم ورکړئ

صديق صديقي په ټویټر ویلي،”صدر غني هغه حکمنامه لاسليک کړې کومه چې به په منل شوي چوکاټ کې د طالب بنديوانو د خوشي کولو اسانتيا برابره کړي او د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې به ورسره پېل شي”.

نوموړي ویلي د حکمنامې نور جزيات به نن د شوور/ چهارشنبې په ورځ شريک کړی شي.

په دغه اړه د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ټويټس کړي دي.

هغه ويلي،” ولسمشر غني نن ماښام یو فرمان خپور کړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي. طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو آزادول منلي”.

ولسمشر غني نن ماښام یو فرمان خپور کړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي. طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو آزادول منلي.‌

خليلزاد ويلي هغه هيله لري چې افغان دولت او طالبان په سملاسي توګه په دوحه، قطر کې خبرو ته کښېني جزيات وڅيړي، افغان دولت له دې کار سره توافق کړی او دا چې عملي شي دا به د سولې د بهير په لور غټ ګام وي.

هغه ويلي، “د پرمختګ د دغو نښو سربیره، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې شوې ده. مونږ له طالبانو تمه لرو چې خپلو ژمنو ته ټینګ پاتې شي چې تاوتریخوالی لږ شي تر څو د بندیانو خلاصون په سمه پلی شي او د سولې بهیر بریالی شي”.

زه له دواړو غاړو هیله کوم چې سملاسي په دوحه، قطر کې خبرو ته کښیني او جزئیات وپتېي. افغان دولت لدې کار سره توافق کړی. له پلي کیدلو سره به دا د سولې په بهیر کې یو ستر ګام وي.

د پرمختګ د دغو نښو سربیره، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې شوې ده. موږ له طالبانو تمه لرو چې خپلو ژمنو ته ټینګ پاتې شي چې تاوتریخوالی لږ شي تر څو د بندیانو خلاصون په سمه پلی شي او د سولې بهیر بریالی شي.

خليلزاد بيا ويلي “نن د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د هغه تړون چې مونږ تیره اونۍ له طالبانو سره لاسلیک کړ او د متحده ایالتونو او افغان دولت ګډې اعلامیې په ملاتړ، د رایو په اتفاق پریکړه لیک منظور کړ”. په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې وياند سهېل شاهين ويلي، امریکايي پلاوي ته يې د پينځه زر

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button