افغانستان ته د ټرمپ تازه ګواښ؛ د پاتې امریکايي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو خبره بیا راپورته شوه

افغانستان ته د ټرمپ تازه ګواښ؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا افغانستان کې د پاتې امریکايي تجهیزاتو په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن ښايي هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په افغانستان کې پاتې شوي وو.
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړې. نوموړي د ایران، د هرمز تنګي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته د پخواني ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ تګلارې پر انتقاد تمرکز وکړ او د افغانستان د وتلو بهیر یې یو ځل بیا د خپلو نیوکو محور وګرځاوه. افغانستان ته د ټرمپ تازه ګواښ

د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال افغانستان کې ګڼ شمېر پوځي تجهیزات، الوتکې، وسایط او وسلې پاتې شوې چې اوس هم د بحث موضوع ده.
ټرمپ وویل: «موږ هم غوښتل له افغانستانه ووځو، خو په عزت او وقار سره. زموږ موخه دا وه چې ټول تجهیزات له ځان سره یوسو او هېڅ شی هلته پاتې نه شي. خو کله چې بایډن واک ته ورسېد، هر څه پرېښودل شول. ښايي اوس د دغو تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو امکان وڅېړو.»
افغانستان ته د ټرمپ تازه ګواښ؛ د پاتې تجهیزاتو د بېرته وړلو بحث
د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د جون د ارزونې له مخې، د شاوخوا ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د افغان حکومت تر سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
راپور کې راغلي وو چې دغه تجهیزات د امریکا له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کارونې لپاره برابر شوي وو، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.
د بایډن ادارې هغه مهال استدلال کاوه چې یاد تجهیزات د امریکا ملکیت نه و، بلکې د افغان حکومت په واک کې سپارل شوي وو او د امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره کارېدل.

د بایډن ادارې د افغانستان د وتلو په اړه څه ویلي وو؟
پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه، د امریکايي ځواکونو د وتلو له بشپړېدو وروسته ویلي وو چې تمه یې لرله افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي او د حکومت د سقوط مخه به ونیسي.
خو هغه وروسته ومنله چې د افغان حکومت د دوام او د امنیتي ځواکونو د مقاومت په اړه شوې ارزونې سمې نه وې. بایډن ویلي وو چې د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا ځینې اټکلونه ناسم ثابت شول.
شنونکي باور لري چې افغانستان ته د ټرمپ تازه ګواښ تر ډېره سیاسي بڼه لري او د هغه د انتخاباتي او سیاسي دریځ یوه برخه ګڼل کېږي. ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د پاتې امریکايي تجهیزاتو موضوع راپورته کړې او د بایډن اداره یې د وتلو د بهیر د مدیریت له امله تر سختو نیوکو لاندې راوستې ده.
د نوموړي وروستۍ څرګندونې ښيي چې د افغانستان موضوع لا هم د امریکا د کورني سیاست او د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلاف یوه مهمه موضوع پاتې ده، او ښايي په راتلونکو سیاسي بحثونو کې هم ځای ولري.




