نړیوال خبرونه

افغانستان کې د اپینو ۳۰ سلنه زیاتوالی؛ سږ کال ۴۳۳ ټنه تولید شوي

د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، افغانستان کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي دي

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر تازه رپوټ څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین تولید ۴۳۳ټنو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی. رپوټ وایي، اوس دوه پر درېیمه برخه نشه يي توکي د هېواد په شمال ختیز کې تولیدیږي.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې کروندګرو پر ۱۲,۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم تر بندیز مخکې کچې ته نه ده رسېدلې.

په روان کال کې د کوکنارو ارزښت

د کوکنارو د حاصلاتو ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې ۲۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د بندیز مخکې ارزښت په پرتله ۸۰ سلنه ټیټ دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر اجرایه رییسې غاده فتحي والي ویلي چې”د کوکنارو د کرکېلې او تولید دوامداره کمښت نوي فرصتونه او پېچلې ننګونې رامنځته کوي.”

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنار کښت ۱۹٪ زیات شوی

نور ولولئ: بدخشان کې د کوکنارو پر سر جنجال؛ طالبان وايي، ستونزه حل شوه

هغې زیاته کړې چې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت د مصنوعي نشه یي توکو لکه میتافېټامین په تولید منتج نه شي. هغې دا هم ویلي چې د قانوني او اقتصادي بدیلونو په موخه باید نړیواله ټولنه له هغو کلیوالو ټولنو سره مرسته وکړي چې د کوکنارو په کر او د اپینو په تولید پورې تړلې دي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې

افغان کروندګرو د غنمو او پنبو په څېر بدیل فصلونه کرلي او مخکینۍ شاړې ځمکې یې ابادې کړې دي، خو له دې سره سره، کوکنار لا هم تر ټولو زیات عاید ورکوي او د غنمو په پرتله ۶۰ چنده ډېر عاید لري.

یاده اداره وایي، چې دا اقتصادي توپیر دا اندېښنه زیاتوي چې ځینې کروندګر د قانوني او ګټورو بدیلونو د نشتوالي له امله ممکن بېرته د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.

رپوټ دا هم په ډاګه کړې چې د کوکنارو د کر جغرافیه بدله شوې ده. اوس د افغانستان دوه پر درېیمه برخه کوکنار د هېواد په شمال ختیزو ولایتونو کې تولیدېږي، چې دا له سوېل لوېدیزو سیمو څخه پام وړ بدلون دی.

که څه هم درملو ته اړ ناروغان تر ډېره اوپییټ ډول توکي کاروي، رپوټ خبرداری ورکړی چې د محرکاتو اړوند اختلالاتو د درملنې تقاضا زیاته شوې او په افغانستان کې مصنوعي توکو لکه میتافېټامین ته لاسرسی مخ پر ډېرېدو دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر د یاد سازمان له پراختیا پروګرام سره په ګډه د افغانستان د نشه یي توکو د درملنې د خدماتو وړتیاوې او سرچینو په اړه یو رپوټ خپور کړی او ښيي چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د درملنې خدمات موجود دي، خو د خدمتونو په وېش، لاسرسي، په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼ توپیرونه موجود دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button