اقتصاد او سوداګريژوند او ټولنه

افغانستان کې د بې روزګارۍ زیاتېدنه؛ ایا طالبان به دا ستونزه هل کړي؟

ګڼ افغانان ځوانان د بې روزګارۍ له امله دغه هېواد پرېږدي او په قاچاقي لارو اروپا ته ځي

طالبان ادعا کوي چې د اقتصادي پروژو پر پلي کولو سره یې ګڼو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو په ښارونو کې ګڼ مزدوران لیدل کېږي چې بې کاره ګرځي او کار نه شي پیدا کولی.

د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي هڅې کوي چې په کور دننه او بهر کې افغان کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې یې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یو لړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.

ګڼ شمېر خلک په افغانستان کې له بې روزګارۍ سرټکوي او له چارواکو یې غوښتنه دا وي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

د طالبانو په راتګ سره د بې روګارۍ زیاتېدل

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو مرستو له کمېدو، پر بانکي سیستم له محدودیتونو او اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو سره ګڼ شمېر کاروباریان او نور له بې روزګارۍ سره مخامخ دي.

نور ولولئ: ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

لوستي او نالوستي ځوانان له بې روزګارۍ ځورېږي او له ګڼو ستونزو سره لاس ګریوان دي.

طالبانو د کاري زمینې د برابرولو ادعا

خو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي دوی په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې یو لړ لاسته روړانې لرلې او زرګونو کسانو ته یې د مسلکي او حرفوي زدکړو زمینه هم برابره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ولس ته د حساب ورکولو په لړ کې وویل په تېر یو کال کې د څه باندې ۲۱۶ زره بې وزلو کورنیو لاسنیوی شوی او د سوالګرو د ټولو د کمیټې په چوکاټ کې یې څه باندې ۱۸ زره ۷۰۰ سوالګر ماشومان ټول کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دې کمېټې لخوا له کابله په ټولیز ډول شاوخوا ۳۶ زره سوالګر راټول شوي دي.

ویل شوي په دې ډله کې څه باندې ی۱۱ زره او ۴ سوه ماشومان حرفوي سوالګر وو.

سوال کولو ته د اړ کېدو یو لوی لامل په هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت په ګوته کېږي.

نور ولولئ: کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي هم په هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه مني خو وايي چې په کور دننه یې د کاري فرصتونو د برابرولو د هڅو ترڅنګ له ځینو هېوادونو سره هم خبرې پیل کړې چې افغان کارګر ورواستوي.

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ، د نړیوالو مرستو کمېدو او د کاري فرصتونو کمښت لا ډېرې کورنۍ بې وزله او ناتوانه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button