افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت؛ ملګري ملتونه د روغتیايي بحران د ژورېدو خبرداری ورکوي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی او د نجونو پر زدهکړو دوامداره محدودیتونه ښايي په راتلونکو کلونو کې د روغتیايي سکتور لپاره د اړینو ښځینه متخصصانو د روزنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یوې چارواکې اولګا چرفکو، چې تازه یې بامیان ولایت ته سفر کړی، ویلي چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو د ځایناستو موندل ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت ولې مخ په زیاتېدو دی؟
د اوچا چارواکې په وینا، هر کله چې یوه ښځینه ډاکټره خپله دنده پرېږدي، د هغې لپاره د بلې مسلکي ښځینه ډاکټرې پیدا کول نږدې ناممکن کېږي. د هغې په خبره، د نجونو پر زدهکړو بندیزونه د دې ستونزې له اصلي لاملونو څخه دي، ځکه د طب او روغتیايي علومو په ګډون ګڼې مسلکي برخې د راتلونکو ښځینه متخصصانو له کمښت سره مخامخېږي.
چرفکو ټینګار کړی چې که نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې شي، په راتلونکو کلونو کې به د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نورو روغتیايي کارکوونکو تشه لا پراخه شي.
د ښځو او ماشومانو پر روغتیا اغېزې
کارپوهان وایي چې افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت د ښځو او ماشومانو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. په ډېرو سیمو کې ښځې یوازې د ښځینه ډاکټرانو له لوري معاینه کېدل غوره ګڼي، خو د متخصصو ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ناروغانې پر وخت روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري. افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت
د ملګرو ملتونو په وینا، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي پاملرنه، د خوارځواکۍ درملنه او نور مهم خدمات هغه برخې دي چې تر ټولو ډېر د ښځینه متخصصانو شتون ته اړتیا لري.
د کورنیو اندېښنې او د نجونو راتلونکی
اولګا چرفکو ویلي چې بامیان ته د سفر پر مهال یې له ګڼو کورنیو سره لیدلي او ډېری میندې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
هغې زیاته کړې چې کورنۍ وېره لري، د زدهکړو محدودیتونه به د دوی لوڼې په راتلونکې کې له مسلکي دندو او کاري فرصتونو محرومې کړي او د هېواد د پرمختګ پر بهیر به هم منفي اغېز وکړي.
بشري بحران لا هم پراخېږي
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم له وچکالۍ، د اوبو له کمښت، پراخ فقر او د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستندویه پروګرامونو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې یوه محدوده برخه برابره شوې ده. افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت
همداراز د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. د درملنې محدود امکانات او د کورنیو د پوهاوي ټیټه کچه د دې لامل شوې چې د خوارځواکۍ ډېری پېښې پر وخت ونه پېژندل شي او مناسبې درملنې ته لاسرسی ونه لري.
کارپوهان باور لري چې که افغانستان کې د ښځینه ډاګټرانو کمښت ته جدي پاملرنه ونه شي، د هېواد روغتیايي سکتور به په راتلونکو کلونو کې له لا لویو ننګونو سره مخ شي او د ښځو او ماشومانو روغتیا به تر ټولو ډېر زیان وویني.



