سفر خبرونهکورني خبرونه

امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

دی وايي، د پاکستان اقتصادي حالت خراب دی او د باج د تر لاسه کولو لپاره یې چل جوړ کړی دی

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل له نړۍوالې ټولنې څخه د باج اخیستو لپاره یوه پلمه ده.

امرالله صالح وايي، طالبان او پاکستان یوه خبره ده، خو په منځ کې یې افغان ملت سوزي او کړاوونه تېروي.

نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

ښاغلی صالح په دې باور دی، چې د پاکستان حکومت غواړي «اروپايي ټولنه، امریکا او نړۍوال سازمانونه په دې مسله خبرو اترو ته اړ کړي.»

په پاکستان کې د اوسېدونکو کډوالو شمېر

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه ناقانونه کډوال وباسي.

د پاکستان د دولتي خبري اژانس اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، په دې پرېکړه لیک کې هغه «افغانان چې د استوګنې کارتونه لري» هم شامل دي.

د پاکستان دغه اقدام سختې نیوکې هم له ځانه سره لرلې دي.

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف ده او باید ژر تر ژره لغوه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند د نه منلو وړ بللی او له پاکستانه یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

افغانستان کې ګڼې ستونزې او د پاکستان یاده پرېکړه

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې، د پاکستان حکومت غواړي د کډوالو د اېستلو د مسلې په راپورته کولو سره «د هېواد له جوړښتي او سیاسي ستونزو څخه د خلکو پام واړوي» او پر ځای یې د اقتصاد، امنیت او حکومتولۍ په برخه کې افغان کډوال د «یوې مهمې ستونزې» په توګه معرفي کړي.

ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې پاکستان درواغ وايي او افغان کډوال به ونه باسي.

ښاغلي صالح همدا راز د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ واټن «مبالغه» وبلله او زیاته یې کړه، چې د دوی د سرچینو له مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې د ای‌اېس‌ای څه باندې ۱۰۰۰ پټ افسران شته، چې شاوخوا ۳۰۰ یې په رسمي ډول په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په سفارتونو او قونسلګریو کې کار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button