سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

امریکايي سفیره وايي چې د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو پر وړاندې خپل یووالی وساتي، ځکه طالبان د ښځو پر وړاندې ظلم کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیرې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړې ټینګار کړی، چې امریکا او د نړۍ هېوادونه به تر هغو طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې خپلې افراطي تګلارې بدلې نه کړي.

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

هغې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د سیاستونو په اړه د خپلې اوسنۍ هوکړې په دوام او د اړیکو عادي کول باید د ډلې د چلند په بدلون پورې اړه ولري.

نړیوال د طالبانو تګلارې تغیرول غواړي

نړیوال په دې تمه دي چې طالبان به د ښځو او نورو افغانانو پر وړاندې خپلې تګلارې تغیر او بشر حقونو ته به پام وکړي، خو د دوو کلونو په تېرېدو دوی دې پایلې ته رسېږي چې طالبان کوم تغیر نه کوي.

د ګڼو نورو هېوادونو د استازیو په څېر، مېشل ټېلور د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال، د افغانستان لپاره د دغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د څرګندونو ملاتړ وکړ.

ریچارډ بېنټ په ژنو کې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې ظالمانه دي.

طالبان په خپلو تګلارو کې بشري حقوق نقضوي

ریچارډ بېنټ زیاته کړه، چې طالبان د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې تر پښو لاندې کوي. د امریکا سفیرې په خپله وینا کې وویل، طالبان هڅه کوي چې ښځې په بشپړه توګه له عامه ډګره لرې کړي.

نوموړې د نورو حکومتونو له استازو هم وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې خپل یووالی وساتي او له دې ډلې وغواړي چې د ښځو او د افغان ټولنې د نورو برخو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

نور ولولئ:  د بشري حقوقو د څار سازمان بند امیر ته د ښځو پر تګ بندیز غندلی

اغلې ټېلور د طالبانو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې د پخواني افغان حکومت د غړیو د وژلو او ربړولو په اړه شته راپورونه سم دي او په دې هکله یې اندېښنه څرګنده کړه؛ خو طالبانو په ځلونو د پخوانيو عسکرو د وژلو او ربړولو په اړه د بشري حقونو د سازمان راپورونه رد کړي دي.

پر دې سربېره طالبان هڅه کوي چې پر ښځو لا نور محدودیتونه وضع او له لومړنیو اساسي حقوقو یې بې برخې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button