نړیوال خبرونه

امریکايي سناتوران: داعش د روسیې په څېر، پر امریکا هم برید کولی شي

امریکايي سناتوران وايي، داعش مسکو کې برید وکړ، نو واشنګټن هم ترې خوندي نه شي پاتې کېدای

امریکا او غربي هېوادونه اوس په دې پوهېږي، چې له افغانستانه د وتلو پالیسي یې یوه لویه تېروتنه وه. دغه تېروتنه کولی شي چې ددوی لپاره په سیمه کې یو لوی سرخوږی جوړ کړي.

په دې باره کې یادو دوو سناتورانو ټام کاټن او مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ وویل، په مسکو کې د کنسرټ په یوه تالار کې د داعش ډلې له برید وروسته په امریکا او د امریکایي وګړو په وړاندې د دغې ډلې د برید د احتمال په اړه اندېښمن دي. کاټن وایي: «دا له افغانستانه د وتلو ناکامه پالیسي څرګندوي.»

aprussia1 1 450x300
هغه داعشی چې په مسکو کې یې پر یوه کنسرت برید وکړ.

داعش ډلې د (وري درېیمه) نېټه په مسکو کې د یوه کنسرټ په تالار برید وکړ، چې له امله یې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

داعش د روسیې په څېر امریکا ته هم ګواښ دی

د امریکا د سنا د اطلاعاتو د کمیټې غړي ټام کاټن وایي، چې نوموړی د امریکایانو په وړاندې د داعش د احتمالي برید په اړه «ډېر اندیښمن» دی او دا یې یو «ستر ګواښ» وباله.

نور ولولئ: ټام ویسټ: طالبانو د داعش خراسان ډله ځپلې

نور ولولئ:  قزاقستان په افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه ښودلي

نور ولولئ: داعشۍ شوې برتانوۍ شمیمه بېګم د بریتانیا تابعیت بایلود

کاټن فاکس نیوز ته ویلي: «د خواشینۍ ځای دی چې په مسکو کې بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان ووژل شول، بل برید کیدای شي په اسیا امو اروپا کې د امریکا په سفارت خونو یا د دوی په هغو زده کوونکي وي چې اراړ وپا ته په علمي سفر کې دي.»

نوموړي زیاته کړه: «دا وضعیت له افغانستانه د بایډن د ناکامه وتلو خطرناکې پایلې دي چې څرګندیږي.»

د فلوریډا سناتور مارکو روبیو هم د امریکا په خاوره کې د داعش احتمالي بریدونه له افغانستانه د دغه هېواد له ناکامه وتلو سره تړلي بولي.

taliban (3)
داعش 

د داعش ډلې غښتلتیا

نوموړي اې بي سي ټلویزیون ته وویل: «داعش ډلې ځان جوړ کړی او بیا ځلې راپورته شوې ده، لکه څنګه چې مونږ مخکې هم له افغانستانه د ناوړه وتلو په اړه خبرداری ورکړی و.»

روبیو زیاته کړه: «یو لامل چې مونږ نه غوښتل له افغانستان په چټکۍ سره د وتلو بهیر ترسره شي دا و، چې داعش ته د عملیاتو زمینه برابره شوه او دغه ډله په بهر کې بیا ځلې د هدفونو د په نښه کولو په موخه راپورته شوې ده، له هغه وخته تراوسه پورې دغې ډلې په افغانستان کې ځیني بریدونه کړي دي.»

سناتور روبیو وایي، داعش ډله وتوانېده چې په ایران او مسکو کې ترهګریز بریدونه وکړي او دوی به ورته بریدونه په امریکا هم وکړي.

وړاندې تاجکستان او ازبکستان په افغانستان کې د داعش ډلې پر پیاوړتیا اندېښنه څرګنده کړي وه، خو طالبانو بیا بار، بار ویلي، په افغانستان کې داعش ډله له منځه تللي او دلته نور فعالیت نه شي کولی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button