کورني خبرونهنړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امنیت شورا افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي افغانستان کې داعشیان زیات شوي او سیمه به وګواښي

په دې بیان کې راغلې دي، چې د داعش د غړیو شمېر تر پخوا زیات شوی او دا ډله یوازې افغانستان ته نه؛ بلکې سیمې ته په یوه ګواښ بدله شوې ده.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په بیان کې په افغانستان کې د داعش د وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړیو شمېر د څلور زرو او شپږ زرو ترمنځ اټکل شوی دی.

دا شمېره تر پخوانیو لوړه ده

پخوا دا شمیره په ځینو راپورونو کې شاوخوا درې نیم زره یاده شوې وه.

د امنیت شورا په بیان کې، چې د جمعې په ورځ له رسنیو سره شریک شو، داعش یوازې د افغانستان لپاره نه؛ د افغانستان له سرحدونو ورهاخوا د سیمې د نورو هیوادو لپاره هم خطرناک بلل شوی دی.

نور ولولئ: روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې داعش او القاعده پالي

په سیمه کې د داعش تر ټولو خونړۍ وروستۍ حمله د جولای په دیرشمه د باجوړ په ښار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ګروپ پر غونډې وشوه، چې لږ تر لږه درې شپیته تنه پکې ووژل شول او تر سلو ډیر پکې ژوبل شول.

د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، چې اوسنی داعش د مخکني طالب په څیر هڅې کوي.

” د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان او پاکستان کې شته، دوی هماغه کار کوي، چې طالبانو د بغاوت په وخت کاوه، یعنې له خلکو باج اخلي، د مخدر موادو قاچاق کوي، له کانونو غیرمشروع ګټه اخلي، خلک تهدیدوي او همداراز د سازمان شويو جنایي فعالیتونو له لارې پیسې ترلاسه کوي او ښایي په ورته وخت کې داسې کسان د نړۍ په مختلفو سیمو کې وي، چې د دوی د دریځ ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي”

کابل کې د داعش حملې

داعش خراسان څانګې د دوه زره پنځلسم کال په جنوري کې په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ او د امریکا متحد ایالتونو دا ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړې ده.

دې ډلې په افغانستان کې تیره اونۍ دوشنبې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې د یوې چاودنې مسوولیت ومانه، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.

نور ولولئ: طالبان وايي، داعش له منځه تللی؛ تېره شپه یې کابل کې بل برید کړی

د طالبانو حکومت د امنیت شورا تازه بیان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې چارواکو او ویاندویانو بیا- بیا ویلي، چې په دغه هېواد کې د داعش ډله ډېره کمزورې شوې ده.

د امنیت شورا په راپور کې غړي هیوادونه هڅول شوي دي، چې پرې نه ږدي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button