کورني خبرونه

اهل تشیع: طالبان دې د محرم پر مراسمو محدودیتونه لرې کړي

په افغانستان کې د شیعه‌ګانو شورا د محرم پر مراسمو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده

څو ورځې کېږي چې افغانستان کې د محرم مراسم پیل شوي، خو سږ کال طالبانو پر دې مراسمو یو لړ محدودیتونه لګولي.

د شیعه مذهب ګڼو پیروانو د یوه لاسلیک شوي غوښتنلیک په واسطه له طالبانو غوښتي چې مذهبي ازادۍ ته باید ژمن اوسېږي.

د شیعه مذهبو اعتراض په غوښتنلیک بدل شوی

کابل کې سرچینو ویلي پام کې وه چې د دې محدودیتونو په غبرګون کې د کابل ولایت مخې ته اعتراضي غونډه وشي، خو له دې ډډه شوې او غوښتنلیک وړاندې شوی. له بلې خوا د افغانستان د شیعه دیني عالمانو شورا پرون ځانګړې غونډه کې له طالبانو غوښتي چې د محرم پر مراسمو لګول شوي محدودیتونه لري کړی.

نور ولولئ: خامنه اي ویلی طالبان دی شیعه ګانو جوماتونو یواځی کې عبادت وکړی

د دې شورا غړي حسین عالمي بلخي وویل، “د وير کوونکو د غوښتنې پر بنسټ شيعه عالمان له اسلامي امارت غواړي چې د وير پر مراسمو لګولی محدوديت لېرې کړي او هېڅ ځای کې د وير مراسمو اړونده بيرغونو د پورته کولو مخه و نه نيسي.”

جوماتونو او تکیه‌خانو کې مراسم نه نیول

تېره اونۍ کابل کې د شیعه مذهب یو شمېر پلویانو ویلي وو چې د طالبانو د څو ادارو چارواکي شیعه مېشتو سیمو ته ورغلي او ورته یې ویلي وو چې ځینو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د محرم مراسم نه ترسره کېږي.

شیعه مذهبي مشر سید عیسی حسیني مزاري چې د ایران پلوی دی کابل کې خبري غونډې ته وویل طالب چارواکي دې د شته ستونزو په اړه له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.

دی وايي “محرم یو مناسب فرصت دی چې د اسلامي امارت کسان له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي، د هېواد او هغه ستونزې چې طالبانو ورسره مخامخ دي بیان کړي، که د خلکو همکارۍ ته اړتیا وي نو ودې وايي او له خلکو سره له نژدې اړیکي ټينګ کړي.”

خو د طالبانو حکومت وايي د محرم مراسمو لپاره یې اړین تدابیر نیولي، د کابل والي محمد قاسم خالد وايي د دې تدابیرو د یوې برخې په توګه امنیتي او فرهنګي کمیټې جوړې شوې.

نوموړی وايي “دواړه کمیټو غونډې کړي او داسې پلان جوړ شوی چې که خدای کول شیعه وروڼه به وکولی شي د امن فضا کې مراسم ترسره کړي.

خو شنونکي وايي، طالبان له داعش بریدونه ویره لري، نو ځکه یې محدودیتونه وضع کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button