ستاسې اند او نظر

ایا رښتیا افغاني فرهنگ د نجونو د زدکړو مخه نیسي؟

دا لیکنه په دوو کوټلو خبرو ولاړه ده:

۱ـ هغوی، چې وايي: فرهنګ زدکړو او په تېر بیا د ښځمنو پوهېدلو ته اجازه نه ورکوي، فرهنګ نه پېژني او بې‌فرهنګه دي.

۲- هغه څه چې په لرې پرتو سیمو کې کله کله د خلکو ترمنځ د نجونو د زدکړو مخه نیسي، فرهنګي مناسبات نه، بلکې له چاپېریال څخه وېره او د ناامنۍ حس دی، چې د تاریخي شرایطو له امله د خلکو په ټولیز لاشعورکې زېرمه شوی دی.

خو اول، راځئ وګورو فرهنګ څه دی؟ او ولې یې زه «فرهنګ» بولم؟

فرهنګ= کلچر، کولتور، کلتورCulture= ثقافة په بېلو بېلو ژبو کې یوه بشري ارزښت ته وايي. یومهال اروپایانو له تمدن و مدنیت Civilization سره په یوه مانا کاراوه او په دې بڼه زموږ ځینو پخوانیو لیکوالو د عربي په تقلید ثقافت یا تمدن ګڼلی او روسته بیا مقلدو میرزایانو د فرانسوي – انګریزي ژبو تر اغېز لاندې کلتور، کولتور یا کلچر ګڼلی دی.

afghan students1

«فرهنګ»ویی د زرګونو نورو په شان پښتو او پارسي ژبو دواړو ته له لرغونو اوستايي متونو راغلی ګډ ویی دی، چې تحت‌اللفظی مانا یې: «وړاندې راایستل شوی برم و پرتم» دی.

پښتنو کلاسیکو شاعرانو دا مفهوم فرهنګ کارولای دی او پښتنو ته تر نورو ټولو پردیو وییونو همدا فرهنګ ورخپل دی.

خوشال بابا فرمايي:

لاړل وجنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

د فرهنګ تعریفونه ډېر دي، خو زه یې دوه رااخلم، چې یوڅه اسانه دي:

afghan students2

« فرهنګ یا تمدن، هغې سره پرلغښتې و اوبلې ټولګې ته وايي، چې ټول هغه پېژاندونه، باورونه، هنرونه، حقونه، اخلاق، دودونه، عادتونه او انساني توانمندۍ سره رانغاړي، چې یو انسان یې د یوې ټولنې د غړي په توګه ورخپلوي.»

نور ولولئ: د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندې دروازې؛ راتلونکې پسرلي کې به یې طالبان پرانیزي؟

نور ولولئ: د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

بلځای:

« فرهنګ د یوې بشري ټولګې ټول هغه سره اړوند رسمي‌کړای شوي فکرونه، احساسات، کړنې او نښې دي، چې دغه بشري ټولګه تر بلې هغې توپیروي، راڅرګندوي او لوړوي.»

afghan students3

فرهنګ؛ انسانمحور او ارزښتمحور دی. که دا خبره وسپړو، فرهنګ هر هغه فکر و عمل دی، چې یوه ټولګه انسانان یې د خپل بشري ژوند د لا ښو شرایطو لپاره په خپلو منځونو کې قراردادوي. دا ښه شرایط مادي، معنوي، ذوقي او اروايي دي. ښايي له همدې کبله ځینې کسان فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګې ته وايي.

ساده به یې کړو. فرهنګ هر هغه ټولنیز ارزښت دی، چې د انسان مادي، معنوي، ذوقي او اروايي ژوند ته یې ګټه رسیږي.

afghan students3 (1)
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د کابل پوهنتون محصلانې

زدکړه، پوهنه، پوهېدل او د پوهې ترلاسه کول د فرهنګ تر ټولو مهم توکی(عنصر) او برخه ده. انسان له خورا لرغونیو زمانو د همدې زدکړې و پوهنې په مرسته خپل ژوند ورځ تر بلې لا پسې ښه کړی دی. نن، چې انسان څومره هوسا ژوند لري، د پوهنې و زدکړو له برکته دی، نو د دې ټولو پربنسټ، ولې باید فرهنګ یا کلتور یا ثقافة د زدکړو (په تېره بیا د ښځو د زدکړو) په ضد و ګڼو؟ په کوم منطق؟

څوک چې وايي، د افغانستان د خلکو فرهنګ ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي، نه فرهنګ پېژني، نه افغانستان، نه یې خلک او نه هم زدکړې او د ښځو د زدکړو ارزښت.

او یا یې که پېژني، نو دغه خبره یې بشپړه سیاسي ده او له ځان سره پخپله هم پوهیږي، چې درواغ وايي او د پاکستاني – انګریزي روایت و فکر تقلید کوي.

اوس راځم دویمې فرضیې ته:

ریښتیا هم په لرې پرتو سیمو کې ښايي یوشمېر خلک زړه ونه کړي، چې خپلې نجونې په کړکېچنو شرایطو کې ښوونځي و پوهنځي ته ولېږي، د دې لامل او عامل فرهنګي نه، امنیتي دی. خلک په خپلو نجونو ډاریږي.

موږ له تاریخي پلوه په داسې سیمه کې پراته یو، چې له بده مرغه د هیندوستان او نورو ګاونډیو زمکو د نیولو لپاره لوی لوی لښکرونه زموږ د هېواد پر سینه تېر شوي، دلته اوږدمهالې جګړې وې او په داسې جګړو او یرغلونو کې خلک په خپلو کورنیو په تېره بیا ښځینه وو ډارېدل. موږ د تاریخ په اوږدو کې پیاوړي ملي حکومتونه، مسئول پولیس او ډاډوړ امنیتي سیستمونه لرلي نه دي. موږ د کمزوریو اقتصادي – ټولنیزو شرایطو له کبله اخلاقي کوډونه ښه پاللي نه دي، بومي و دودیز کوډونه مو مات کړي او نوي و ستندرد هغه مو پلي کړي نه دي. دې ټولو ستونزو زموږ فیزیکي و رواني امنیت کمزوری کړی دی، په بې‌امنیتۍ کې تر ټولو ډېر زیان ښځینه وو او ماشومانو ته رسیږي، چې د ځان‌ساتنې توان یې کم وي. د ناموس ساتنې و غیرت مفاهیم په خپله له همداسې ډار څخه ریښه اخلي. په ناامنه او بېباوره کړکېچ‌ځپلې ټولنه کې غیرت په یوه ټولیز ګروم بدلیږي او ناموس‌ساتنه حیثیتي کیږي. دا ډار واقعیت دی، خو له فرهنګ سره هېڅ اړیکه نه لري.

afghan students4
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصلانې

که یو ملي او مسئول حکومت په ټول هېواد کې ډاډوړ شرایط حاکم کړي، ټولنیز اخلاق پیاوړي شي او خلک ونه ویریږي، د هرې سیمې افغانان به خپل ټول بچیان (نجونې وهلکان) ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي.

تر خپلواکۍ روسته په امانياو بیا ظاهرشاهي څلویښت کلنه دوره او په تېرو شلو کلونو کې د ښاري سیمو خلکو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځيو ته استولې. د کندهار، بدخشان، شبرغان او نورو لرې پرتو سیمو د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو عکسونه او د معارف لیکلی تاریخ وګورئ، ټولو قومونو او سیمو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځیو ته استولې.

خو پرعکس د ۱۳۷۰ لسیزې په پیل کې، چې د تنظیمونو حکومت و او پر نجونو د ښوونځیو رسمي بندیز هم نه و، مګر امنیت او ډاډ نه و. تنظیمي وسلوالو وحشت خپراوه او د خلکو ناموسونه خوندي نه وو، له ډېرو کمو سیمو پرته ګڼو خلکو، ان روښانفکرو ښاري کورنیو هم خپلې نجونې ښوونځیو او پوهنځیو ته نه پرېښوولې. ځکه هغه مهال ژوند او ابرو تر زدکړو لومړیتوب درلود.

ځينې ناخبره یا د غرض و مرض خاوند وګړي، له امنیتي شرایطو د خلکو همدغه ویره، په افغاني فرهنګ ورتپي او په غلطه د پاکیستانیو دا دعوه تکراروي، چې ګواکې – خدای مکړه!-د افغانستان خلک له فرهنګي پلوه د زدکړې، پوهنې او پوهې ضد خلک دي.

دغه اتهام او تور یو خورا ګواښمن او خطرناک تور دی، چې ښايي په وړاندې یې په کلکه ودریږو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button