ایران د خیبر په نوم نوی توغندی جوړ کړی چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي

ځړول شوی:مې 25, 2023 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

ایراني رسنیو د خرمشهر۴ یا خیبر په نوم د یوه لرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندوي د مخکتنې خبرونه خپاره کړي دي

ایراني چارواکي خپل دغه نوي توغندي ته لوړ کاریدونکی او پوخ نښه ویشتونکي اصطلاح کاروي.

د ایران د دفاع وزیر محمد رضا آشتياني نن پنجشنبه د مې مياشتې په ۲۵ مه نېټه د توغندي په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې خیبر کولی شي تر دوه زره کیلومتره لرې واټن په نښه کړي او برید پرې وکړي.

د ایران ایرنا خبري آژانس د دغه توغندي د وړتیا په هکله لیکلي:

“خیبر توغندی چې د خرمشهر۴ توغندیو د کورنۍ تر ټولو نوی نسل دی چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. د نورو ځانګړتیاوو سربیره، تاکتیکي ځانګړتیاوې هم لري.”

نور ولولئ: شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

ویل شوي چې د دې توغندي او د نورو پخوانیو نسلونو ترمنځ یې توپیر دا دی چې خیبر کولی شي له ځمکې لوړ په فضا کې د خپل سفر په نیمايي کې د برید ځای لا ښه په نښه کړي او لا زیات دقیق شي.

ښاغلي آشتياني د یاد توغندي په پرانیست غونډه کې وویل چې لرې واټن ویشتونکی خیبر په سیمه کې د سولې او ثبات مرسته کوونکی دی.

نوموړي په همدې غونډه کې له خپل ملګرو د ملاتړ هیله هم وکړه.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت استخباراتي څانګې(DIA) په یوه راپور کې ویلي و چې د امریکا لخوا له څو لسیزو بندیزونو سربېره ایران په دې توانیدلی چې ستر توغندي جوړي کړي.

نور ولولئ: شمالي کوریا وايي خپل تر ټولو زورور توغندی یې ازمویلی

یادې څانګې ویلي چې ایران د منځني ختیځ د سیمې د هېوادونو تر منځ د توغندیو تر ټولو ستر پروګرام لري.

د امریکا په باور د ایران د توغندیو جوړولو سیستم د اسراییلو د توغندیو جوړولو له سیستم څخه لوی دی

څه موده مخکې ايراني چارواکو د اوکراين جګړې په دوام کې په روسيه هېواد ځينې الوتکې پيرودلې وې. نوموړې الوتکې بې‌پيلوټه وې او له لرې يې نښان ويشتلی شو.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *