سیمه ییز خبرونه

ایران: نیت لرو چې پر افغان پوله دیوال راوګرځوو

تهران د ایران-افغانستان تر منځ پر پوله دیوال او موانع راګرځوي

په دې وروستیو کې ایران کې د داعش له بریدونو وروسته، ایران غواړي چې ځینې پولې خوندي کړي او موانع ورباندې راوګرځوي.

د  ایران دولتي اژانس پرون دوشنبه ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ایران د شمال، شمال ختیځ او ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د دیوالونو او موانعو د جوړولو لپاره یوه درې میلیارد ډالري بودیجه منظور کړې ده.

له دې سره به د افغانستان- ایران پوله هم نوي دېوالونه او موانع ولري.

په دې اړه له طالبانو سره همغږي

معلومه نه ده، چې ایراني چارواکو په دې اړه پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم سره همغږي لري کنه؟

ایران له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کې ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره پر څه باندې ۳۰۰ کیلومتره پوله باندې د تاسیساتو د لګولو تابیا لري.

نور ولولئ: ایران: د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د افغان ولس اراده شرط ده

نور ولولئ: ایران طالبانو ته؛ مننه چې د هلمند سیند اوبه مو راخوشي کړي دي

د ایران د شمال ختیځ لپاره د پوله ساتو او پیاده ځواکونو قومندان جنرال حسن مکفي له قوله رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده پر دغو پولو څلور متره کانکریټي دیوالونه،اغزن سیم، جال او اصولي سړکونه د درېیو کلونو په موده کې د پوځ له خوا جوړ شي.

د طالبانو رژیم لا د ایران د دې اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان، ایرانیانو ته؛ د افغانانو په څېر درته د پانګونې زمینه برابروو

پر ایران-افغان پوله جنجالونه

مخکې په ځینو سیمو کې د ایراني ځواکونو د مخکې راتګ او د سرحدي نښانونو د ګډوډۍ پر سر طالب ځواکونو له ایراني پوله ساتو سره شخړې هم کړې دي.

په وروستیو کې د ایران او طالبانو د رژیم ناندرۍ ظاهراً بیا د ترینګلي کېدو خوا ته روانې ښکاري.

ایران په وروستیو کې بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستو ته زور ورکړی او هم یې ولسممشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د تېرې اوونۍ د سفر پر مهال له کوربه هېواد سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې افغانستان کې د ترهګریزو ډلو حضور زیات شوی او د سیمې د ثبات لپاره داندېښنې وړ ګرځیدلی.

پر دې سربېره، په ایران کې داعش ډلې تر ټولو خونړي او سخت بریدونه وکړ چې له امله یې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه مهال ایران وویل چې افغان طالبان داعش ډلې ته د ترورېست کلمه نه کاروي، خو طالبانو بیا وویل چې پر طالب چارواکو د داعش د بریدونو پر مهال یې هم دغه ډلې ته د ترورېست کلمه نه ده کارولي.

اوس ایران غواړي چې خپلې پولې خوندي کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button